1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

د ايټالیا صدراعظم اردوغان دیکتاتور وباله

۱۴۰۰ فروردین ۲۰, جمعه

په ترکیه کي د اروپايي ټولني د کمیسون له رئيسې سره د غیر ډیپلوماتیک رفتار په جنجال کي د ايټالیا صدراعظم، اردوغان ته د دیکتاتور خطاب وکړ. انقرې بيا د دې په اعتراض کي د ایټالیا سفیر احضار کړ.

https://p.dw.com/p/3rmT1
Italien Premierminsiter Mario Draghi
انځور: Riccardo Antimiani/AP/picture alliance

د ایټالیا اوسني صدراعظم او د اروپا د مرکزي بانک پخواني رییس، ماریو دراګي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د اروپايي ټولني د کمیسون د رييسې، اورزولا فون دیرلاین سره د ترکیې د جمهوررییس رفتار سخت وغندی. دراګي وویل، چي د هغه نامناسب رفتار او تحقیر سره چي د فون دیر لاین سره سوی دی، ډیر متأسف دی.

ترکیې هم بې له ځنډه د دراګي د اظهاراتو په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړ. د ترکیې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو د دفتر رییس، فخرالدین التون پخپل تویتر کي ولیکل: «د ایټالیا انتصابي صدراعظم ، اردوغان چي په ۵۲ فیصدو رایو سره انتخاب سوی دی، دیکتاتور بولي.»

ترکیې د ایټالیا سفیر احضار کړ

د ترکیې خبري آژانس، اناتولي خبر ورکړی، چي په انقره کي یې د ایټالیا سفیر، ماسیمو جیاني د دغه هیواد خارجه وزارت ته ور احضار کړی دی.

د ترکیې خارجه وزیر، مولود چاوش اوغلو هم په خپل تویت کي ویلي، چي « د ایټالیا دعوام پاله صدراعظم، ماریو دراګي د نه منلو وړ او د عادي تعاملو خلاف هغه اظهارات، چي زموږ د منتخب جمهورییس په باب یې کړي دي، په شدت سره غندي.»

Türkei | EU Delegation in Ankara
انځور: EU Delegation Turkey

هغه پيښه، چي په غربي رسنیو کي د سوفاګیت (Sofa Gate) په نامه مشهوره سوې ده، په انقره کي د اروپا د اتحادیې د مشرانو او اردوغان د ملاقات په اړه ده.

د دغي لیدني کتني پر وخت د ترکیې او اروپايي ټولني د بیرغونو ترڅنګ د اردوغان او د شورا رئیس، شارل میشل دپاره يوازي دوې چوکۍ ایښوول سوي وې او د کمېسيون رئيسه، اورزولا فون دیرلاین مجبوره سوه د هغوی څخه لیري پر یوه کوچ باندي کښېني.

د ډیپلوماتیکو تعاملاتو مطابق د اروپا د اتحادیې د شورا او کمېسيون رئیسان د دغي اتحادیې لوړ مقامونه دي او د هیوادونو د مشرانو او رهبرانو په قطار کي راځي. خو فون دیر لاین باید د اردوغان څخه لیري د ترکیې د خارجه وزیر سره مخامخ کښیناستلې وای، کوم چي ددې هم سطحه نه ؤ.