1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکايي عسکر له بگرام هوايي اډې څخه ووتل»

۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

امریکا متحده ایالاتو او ناټو خپل ټول پاته عسکر له بگرام هوايي اډې څخه وايستله. دغه خبره د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وکړه. دا په دې معنی چي له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو وخت رانژدې سوی.

https://p.dw.com/p/3vv3Q
Afghanistan Luftwaffenstützpunkt Bagram nahe der Hauptstadt Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

 د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي چارواکي د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ائتلاف ټول امنیتي ځواکونه له بگرام څخه ووتل.» د امریکا متحده ایالاتو دغه پوځي چارواکي چي نه غواړي نوم یې افشا سي، په دې هکله څه نه دي ویلي چي په دقیق ډول څه وخت وروستي امریکايي او ناټو عسکر له بگرام څخه ووتل. همدارنګه هغه په دې اړه هم څرګندوني و نه کړې چي څه وخت به د دغي هوايي اډې مسؤلیت په رسمي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

بګرام په افغانستان کي د ناټو او امریکايي عسکرو تر ټولو ستره پوځي اډه وه. په دغه ځای کي چی له کابله ۵۰ کیلومتره لیري پروت دی، ځیني وخت تر ۳۰ زرو پوري ځواکونه ځای پر ځای ول. سربیره پر دې هلته یو زندان هم موجود دی چي طالب جنگیالي او نور افراطيان به پکښي ساتل کیدل.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن اعلان کړی چي د سپتمبر تر یوولسمي چي پر امریکا باندي د بریدونو له شلمي کالیزي سره سمون لري، خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د دغو بریدونو په پایله کي پر افغانستان باندي د امریکا متحده ایالاتو یرغل هم پیل سو.

امریکا متحده ایالاتو او ناټو د روان کال د اپریل مياشتي په پای کي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړ. ډېري پوځي اډې بیرته افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل سوي دي.

په تیرو اونیو کي په افغانستان کي تشدد ډیر سوی. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبري اتري له خنډ سره مخامخ دي. څارونکي خبرداری ورکوي چي د ناټو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به په دغه هیواد کي امنیتي حالت لا پسي خراب سي.

GP/NZ/AG