1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو له بنده ۲۷ تنه راخوشې کړي

۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبه

د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې ځانګړو ځواکونو د طالبانو له یوه زندانه ۲۷ تنه ازاد کړي دي. وزارت زیاتوي دغه کسان د بند په موده کې ځورول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3oEQx
Afghanistan Bombenexplosion in Kabul
انځور: picture-alliance/Xinhua/Mohammad

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن د پنجشنبې په ورځ (د جنوري میاشتې پر ۲۱مه نیټه) خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی چې په پایله کې یې ۲۷ تنه له بند څخه آزاد شوي دي. ملي دفاع وزارت ویلي دي چې دغه کسان د بند په موده کې ځورول شوي هم دي.   

وزارت زیاتوي چې خوشې شوي کسان  پرته له یوه پخواني پوځي نور ټول عام وګړي دي. تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان له کومه وخته د طالبانو په زندان کې و او له کومو سیمو نیول شوي و.

د افغانستان د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د دغه زندان یو ساتونکی وژل شوی او ځیني وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر دې وړاندې دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۴مه نیټه هم په هلمند کې له یوه زندان څخه د څو تنو د ازادیو خبر ورکړی وو. دفاع وزارت هغه مهال ویلي وو چې کومانډو ځواکونو د یوه پولیس په ګډون ۱۳ تنه د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه خوشي کړي دي.

افغانستان کې سویلي ولایت هلمند د دغه هیواد یو له نا امنو ولایتونو ګڼل کیږي چې له څو میاشتو را په دیخوا د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د درنو جګړو راپورونو هم ورکول کیږي. دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ ورستیو کې د طالبانو او افغان سرتیرو تر منځ د دې ولایت په ناوې،ګرشک او مارجې ولسوالیو کې هم جګړه شوې چې یو شمیر طالبان یې وژلي او ځیني نور یې ټپیان کړي دي. 

 طالبانو تر دې دمه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو د تیر ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې په دغه ولایت ډلیز برید وکړ چې په پایله کې یې لسګونه زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.