1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قوماندان کفتره طالبانو ته اوښتې ده

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې پخوانۍ جهادي قوماندانه، چې په قوماندان کفتر شهرت لري طالبانو ته اوښتې ده. د بغلان پولیس هم دغه خبره تائیدو خو وايي چې قوماندان کفتر له دوی سره کوم رسميت نه درلود.

https://p.dw.com/p/3k1c1
Karte Afghanistan Provinz Baghlan Englisch
انځور: DW

د قوماندان کفترې د تسليمدو خبره وروسته له هغې په ټولنیزو رسنيو کې توده شوه چې د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد پر ټويټر وليکل چې هغه له دوی سره يو ځای شوې ده: «د بغلان ولایت د نهرين ولسوالۍ په سجانيو سيمه کې د (کفتر) په نوم قوماندانه له خپلو وسلو او افرادو سره یوځای، مجاهدينو ته راغله...»

د بغلان د امنيه قوماندانۍ ویاند، جاويد بشارت وايي چې قوماندان کفتر له دوی سره کوم رسميات نه درلود. هغه وویل چې نوموړې د جهاد پر وخت يوه قوماندانه وه اما اوس کوم رسمي فعالیت نه لري: «قوماندان کفتر نه په ملي پولیسو، نه په سيمه ايزو پولیسو او نه هم د پاڅون کونکو په چوکاټ کې رسميات درلود.»

د سیمې اوسیدونکي هم وايي چې قوماندان کفتر اوس حکومت ته شا کړې او طالبانو سره يو ځای شوې ده.

د بغلان ولایت اوسیدونکي نظيم ځدراڼ په دې اړه دویچه ویله ته وويل چې تيره ورځ طالبانو د سجانيو په نوم، د قوماندان کفتر کلی ته راغلي وو چې په نتیجه کې قوماندان کفتره له خپلو تقریبا لسو کسانو سره چې د هغې زامن، لمسیان او خپلوان دي طالبانو سره يوځای شوه.

ځدران زياته کړه چې په خپله قوماندان کفتر ناروغه ده او پر کور اوسيږي، خو زامن، لمسيان او خپلوان يې چې د هغې د ګروپ غړي دي له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

ځدراڼ وویل: «طالبانو د هغې له افرادو وسلې نه دي اخیستي خو فکر کوم خپله سيمه يې بیرته کفترې ته سپاري او د طالبانو تر اوامرو لاندې به په خپله سیمه کې کار کوي.»

قوماندان کفتر په افغانستان کې يوازينۍ افغانه وسلواله قوماندانه ده چې د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې اوسيږي.

محمد کریم صالح/ن.ز.