د قانون حاکميتشمالی امریکا
«اووه ملکي کسان د افغان امنیتي قواوو لخوا وژل سوي»
۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبهاعلان
د جرمني د خبري آژانس په حواله دغه خبره نن یکشنبه (د اپریل میاشتي ۲۵ مه) د وردګو ولایتي شورأ تائید کړې او ویلي، چي په جلریز ولسوالۍ کي دغه څلور تنه په هوايي بمبارۍ او سیداباد کي بیا د یوه راکټ د فیرولو پواسطه وژل سوي، کوم چي د یوې نژدې حکومتي پوستې څخه فیر سوی ؤ.
د دغي پيښي سره د مخالفت په دلیل په سل هاوو کسانو نن یکشنبه احتجاج وکړ او د کابل- کندهار لار یې بنده کړه.
وردګ ته په دې منځ کي د طالبانو د يوه اصلي مرکز په سترګه کتل کیږي او په تکرار سره رپوټونه ورکول کیږي، چي د افغان حکومتي قواوو په عملیاتو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د طالبانو سره د سولي د خبرو پر ادامې سربیره په افغانستان کي تشدد دوام لري. ناټو تیره اونۍ فیصله وکړه، چي تر شلو کالو وروسته به د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱ مي پوري د دغه هیواد څخه ووځي.