طالبانو په تېرو دريو مياشتو کې نیږدې ۵۰۰ ملکيان وژلي
۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالب وسلوالو په تیرو دریو میاشتو کې نیږدې ۵۰۰ ملکیان وژلي دي. د کورنيو چارو د وزارت وياند، طارق آرين، زياته کړې ده چې څه نا څه ۱۰۵۰ نور تنه په ټول هېواد کې د طالبانو د بريدونو د لارې ټپيان شوي هم دي.
د ياد وزارت په حواله طالبانو ۳۵ انتحاري بريدونه او ۵۰۷ د ماينونو چاودنې هم په دې وخت کې رامنځ ته کړې دي. طالبانو دغه رپوټ د حکومتي تبليغاتو او پروپاګنډ په نوم رد کړی دی.
د افغانستان په روانه شخړه کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو په منځ کې ۲۶ زره او ۲۵ ماشومان وژل شوي دي. دغه خبره په بريتانيا کې مېشت د ماشومانو د ژغورنې سازمان يا «سيف دې چليدرن» د نومبر مياشتې په خپل رپوټ کې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ټول ټال ۵۹۳۹ ملکي کسان په تېرو نهو مياشتو کې وژل شوي يا ټپيان شوي دي چې ۳۱ سلنه ورڅخه ماشومان تشکيلوي.
دغه شمیرې داسې مهال خپریږي، چې اوسمهال د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د حکومت استازي او طالبان د افغانستان د جګړې د پای له پاره او د سولې د راتګ په برخه کې پر مذاکراتو بوخت دي.
اوسمهال په دغو مذاکراتو کې د دواړو لورو په توافق وقفه راغلي او ټاکل شوې چې د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړیو کې به یاد مذاکرات بیا پیل شي.