1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو ختنه: کله چې د جنسي غړي ناقص کول ثواب ګڼل کیږي

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

د نجونو د جنسي غړي پریکول او ګنډل پرته له تاوتریخوالي بل څه نه دي. هغه جاهلانه دردونکی دود چې په جسمي او رواني توګه د عمر تر پایه د قربانۍ لمن نه خوشی کوي. په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ میلیونه ښځې د دغو دودونو قرباني شوي.

https://p.dw.com/p/3p4M9
Uganda - Improvisiertes Werkzeug ehemals genutzt zur Genitalverstümmelung
انځور: Getty Images/AFP/Y. Chiba

د فبرورۍ ۶ د ښځو د جنسي غړي د نیمګړې یا ناقصولو پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو په وینا دغه دود په نړۍ کې هر کال د یو میلیون ښځو د مړېنې سبب کیږي. خو د دې موضوع د وژونکې رواني اغیزو په اړه ارقام نه دي ورکړل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله شاوخوا ۱۰ سلنه نجونې د سنت کیدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۲۵ سلنه نور یې د عفونت یا میکروبي کیدو او وروستیو جسمي عوارضو له امله مړه کیږي. یونیسف د ټولې نړۍ په کچه د ۲۰۰ میلیونه ښځو د سنت یا ختنه کیدو خبر ورکوي.

دغه عمل د نړۍ په ۲۸ هیوادونو کې ترسره کیږي چې هدف یې جنسي غرایزو ته د میلان او وسوسو څخه د نجونو لیري ساتل په ګوته کیږي. مصر د «فرعوني ختنې» د رامنځته کیدو ټاټوبی بلل کیږي.

د نجونو سنتول په ځانګړي توګه په لیري پرتو سیمو کې زیاتره په زور، د شکنجې په ډول او دردونکي میتود لکه د چاقو، برچې، ماتې شوي ښیښې او حتی د غاښ په وسیله ترسره کیږي. ډیر شنونکي او مدني سازمانونه دغه فاحش جنسي تاوتریخوالی «د بشريت ضد جنایت» بولي.

د نجونو د بدن ناقص کول، له جنسي لذت څخه د دوی د محرومولو، دردونکي میاشتنۍ مریضۍ، زخم او التهاب، خون سردۍ او پریشانۍ سبب کیږي. همدارنګه درد، حمل نه اخیستل، د ادرارو واک له لاسه ورکول او د ماشوم زیږونې په پروسه کې اخلال، د ښځو د سنتولو له تر ټولو عامو زیانونو څخه شمیرل دي.

د نجونو سنتول عمدتاً په منځني ختیځ، افریقا، آسیا او مسلمانو هیوادونو کې جریان لري. خو شواهد ښکاره کوي چې د ښځو د جنسي غړي مثله کول یا پریکول تر اسلام مخکې هم موجود وو. د مذهبي ډلو ترمنځ یوازې یو شمیر شافعي مذهبه علماو د نجونو ستنول یو ډول شرعي عمل تلقي کړی دی.

د نجونو سنتول د بریتانيا، سویډن، ناروې، بلجیم او آلمان په څیر هیوادونو کې د قانوني تعقیب سبب کیږي، خو مهاجرې کورنۍ د دغو ممانعتونو په نه پام کې نیولو سره د دې کار له پاره خپلې لوڼې خپلو اصلي هیوادونو ته وړي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۵ افریقایي هیوادونو کې هم د نجونو سنتول جرم ګڼل کیږي.

په ایران کې د پوهنتونونو او عامه څیړنې ښيې چې د نجونو سنتول عمدتاً د دغه هیواد په څلورو ولایتونو کردستان، هرمزګان، لویدیځ اذربایجان او کرمانشاه کې دود دی. د بوشهر، بندرکنګ، جاسک، خوزستان، سیستان او بلوجستان ایالتونو کې هم دا دود لیدل کیږي.

څیړنو ښودلې ده چې د کردستان په لیري پرتو او محرومو سیمو کې د اهل حق یا ایزدانو په پرتله په شافعي مذهبو کې د نجونو د سنتولو کچه لوړه ده.

مهیندخت مصباح: ش.ن/ ن.ز