1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سي آی اې مشر په کابل کې له ملا برادر سره ليدلي»

۱۴۰۰ شهریور ۲, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر جو بايدن د دغه هيواد د استخباراتو مشر د دوشنبې په ورځ د طالبانو له يوه مشر سره د ليدنې کتنې له پاره کابل ته استولي وو. دا د طالبانو له خوا د کابل له نيولو راهيسي په لوړه کچه لومړۍ ديپلوماتيکه اړيکه ده.

https://p.dw.com/p/3zQKG
USA William Burns
انځور: Tom Williams/AP Photo/picture alliance

د سي آی اې او طالبانو د يوه مشر د ليدنې کتنې دا خبر واشنګټن پوست ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی.

ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ليکلي دي چې د سي آی اې مشر ويليم برنس د دوشنبې په ورځ د طالبانو له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا متحده ایالات د کابل هوايي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او نورو متحدينو په ايستلو بوخت دي.

د سي آی اې د مشر او ملا برادر د ملاقات خبر رويترز خبري آژانس خپور کړی دی خو دغه آژانس ويلي دي چې په سملاسي توګه لا دا خبر تائيدولی نه شي.

د سي آی اې ویاند د فرانسې خبري آژانس ته هم دغه خبر نه دی تائيد کړی او ويلي یې دي چې دغه اداره «د خپل مشر پر سفرونو تبصره نه کوي.»

واشنګټن پوست ورځپاڼه چې د امريکايي چارواکو له قوله يې د دغه ملاقات خبر ورکړی دی، هم د سي آی اې د مشر او ملا برادر د ملاقات پر محتوا خبره نه ده. خو ويلي یې دي چې احتمالاً به د را ايستلو پروسې د ضرب الاجل د ځنډولو په اړه خبرې شوې وي.

Afghanistan Kabul | Flüchtlinge warten vor dem Flughafen
د کابل هوايي ډګر دباندې د خلکو ګڼه ګوڼهانځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture alliance

د امريکا ولسمشر جو بايدن د کابل د هوايي ډګر له لارې د ايستلو پروسې له پاره چې د ترسره کولو له پاره یې په زرونه امريکايي او بریتانوي عسکر په موقتي توګه افغانستان ته ليږلي دي، د اګست مياشتي ۳۱ مه نېټه وروستۍ نېټه ټاکلې وو. خو د اړتيا په صورت کې یې د دغه پروسې د غځولو انتخاب هم پريښي وو.

بایډن: د خپل ټول پرسونل تر وتلو پورې د کابل په هوایي ډګر کې پاتې کیږو

خو د طالبانو يوه وياند د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دوی به د دغي پروسې د غځولو اجازه ور نه کړي او دغه مسله یې یوه «سره کرښه» وبلله چې د «اشغال د غځولو» په سترګه به ورته وکتل شي.

د سپينې ماڼۍ استازو هم پر دې خبر په سملاسي توګه له تبصرې ډډه کړې ده.