1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له افغانستان څخه کلک ملاتړ اعلان کړ

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د چين جمهور رئيس د سيمې د هيوادونو په غونډه کې د افغانستان کلک ملاتړ وکړ. نوموړي په دې ترڅ کې د نجونو د زده کړو او بشري حقونو څخه د سرغړونو هيڅ يادونه ونه کړه.

https://p.dw.com/p/49GVx
China - Neujahresansprache Xi Jinpin
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

شي جين پينګ د افغانستان له پاره د سيمې هيوادونو په غونډه کې چې د چين او افغانستان ترڅنک پکې د روسیې، پاکستان، ايران، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون درلود، د یوه پيغام له لارې له دغه هيواد سره د چين د ملاتړ ژمنه وکړه.

نوموړي وویل چې افغانستان دمګړۍ له «ګډوډۍ څخه د سمون پر لوري تر يوه حساس پړاو تیريږي.»

شی جين پينګ وويل چې يو «باثباته، پرمخللی او سوکاله افغانستان» د افغانانو هيله ده او هغه څه دي چې «د سيمې هيوادونو او نړيوالې ټولنې مشترکې ګټي هم تعرفوي.»

نوموړي، په تونشي ښار کې چې د انهویې ولایت د سياحت مرکز دی، دې غونډه ته په خپل پېغام کې زياته کړې: «چين تل د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لرلی دی او دغه هيواد ژمن دی چې په افغانستان کې د سوله ایز او باثباته پرمختګ ملاتړ کوي.»

شي جين پينګ په دې اړه چې څرنګه به دا ملاتړ ترسره شي، زيات جزيات په ډاګه نه کړل خو چين لا تر مخه له افغانستان سره بيړنۍ مرستې کړي دي او  هلته د مسو کان کيندنې په برخه کې ليوالتيا لري.

چين د نورو هيوادونو په داخلي چارو کې هغه څه چې د «نه مداخلې» کلکه تګلاره یې بولي، تعقيبوي. د هغه څه په ګدون چې د بشردوستانه موخو له پاره پر لاره اچول کيږي خو تر هغه چې دا څه د ملګرو ملتونو له خوا منع کړل شي.

خو پر دې سربیره هم د چين پر حکومت تل دا تور لګول کیږي چې د خپلو سيمه ایزو او نړيوالو موخو له پاره مداخله کوي.

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په هکله غږيږي

د افغانستان له پاره د چین، امريکا متحده ایالاتو او روسیې د ځانګړو استازو ډلې چې د «ترويکا پراخه» ډله بلل کيږي، هم د تونشي په دې غونډه کې ګډون درلود.

که څه هم چين لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی، خو دغه هيواد د افغانستان د دغه نويو واکمنانانو سره د اړيکو ټينګولو له پاره ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۱م کال کې د جولای پر ۲۸ نيټه يعني واک ته د طالبانو تر رسېدو يوه میاشت مخکې د طالبانو يو لوړ پوړی هيئت په تيانمن کې د خبرو اترو له پاره ور بللی وو. وانګ هغه وخت دا ډله په افغانستان کې د سولې او بيارغونې په برخه کې يو «مهم» اړخ بللی وو.

په دغه او نورو غونډو کې چين پر طالبانو په دې اړه د تضمين د ورکړې له پاره ټینګار کړی وو چې دوی به په افغانستان کې د چين ايغور لږکۍ ته د فعاليت اجازه نه ورکوي. د چين په آند ايغور مسلمانان غواړي چې په خپله سيمه سنکيانګ کې واک په لاس کې واخلي.

چين او طالبان غواړي همکاري پراخه کړي

د چين د بهرنيو چارو وزير تېره اوونۍ هم کابل ته يو ناڅاپي سفر کړی وو او هلته یې له طالب مشرانو سره ليدلي ول. دا په داسې حال کې وه چې طالبانو د نجونو د منځنيو ښوونځيو د پرانيستلو خپله ژمنه پر ځای نه کړه او دې کړنې نړيواله ټولنه سخته په غوسه کړې.

چين د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز او نورو بشري موضوعګانو يادونه نه کوي، په ځانګړي توګه هغه چې ښځې یې هدف ګرځي او په کابل کې یې خپل سفارت هم فعال ساتلی دی.

ب. ص/ ن. ز (APE)