1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د افغانستان څخه خپل ۲۱۰ اتباع ایستلي دي

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

چینايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي پیکینګ د افغانستان د خراب امنیتي وضعیت په دلیل د دغه هیواد څخه خپل تر ۲۰۰ اضافه اتباع ایستلي دي. د خارجي ځواکونو د ایستلو سره سم په افغانستان کي جنګونه دوام لري.

https://p.dw.com/p/3wH3t
Flugzeug I China Southern Airlines I  Boeing 737-800 I  Flughafen Guangzhou
انځور: picture-alliance/M. Mainka

چینايي رسنیو دغه خبر نن، جمعه ورکړی او ویلي دي، چي هیواد یې افغانستان ته یوه طیاره لیږلې او ۲۱۰ تنه اتباع یې ددغه هیواد څخه را ایستلي دي.

د «ګلوبل ټایمز» په نامه چینايي ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی، چي د سیامن شرکت یوې طیارې د همدې جولای میاشتي پر دوهم تاریخ خپل دغه اتباع د کابل څخه د چین د هوبای ولایت ته انتقال کړي دي.

نوموړي هوايي شرکت که څه هم دغه رپوټ تایید کړی دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

«ګلوبل ټایمز» همدارنګه ویلي دي، چي د دغه ۲۱۰ تنو چینايي مسافرو د جملې څخه د ۲۲ تنو د کرونا ټیست مثبت ؤ. دا هم په داسې حال کي ده ، چي دغه ارقام د چین د صحي کمیسون په ورځني ارقامو کي درج سوي نه دي.

Symbolbild I Ecuador Pass
انځور: Imago Images/C. Ortego

د یادولو وړ ده، چي چینايي شرکتونو د افغانستان د کانونو په راایستلو او زیربنأ په جوړولو کي سرمایه ګذاري کړې ده او په همدې دلیل یې یو تعداد انجینران او کارکوونکي هم په افغانستان کي اقامت لري.

د بلي خوا په پلان کي دي، چي امریکايي قواوي د طالبانو سره تر شلو کلونو جنګونو وروسته د راتلونکي اګست میاشتي تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي.