1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ولې د طالبانو له حکومت سره اقتصادي اړیکې غواړي؟

مسعود جهش
۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د چین سفیر د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې هیواد یې په افغانستان کې د اقتصادي بیا رغونې اوږد مهاله پلانونه لري. کارپوهان وایي چین او ځینې نور هیوادونه غواړي د افغانستان له طبیعي منابعو ګټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4Dh8k
Afghanistan I Wang Yi in Kabul
ارشیف انځور: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یېانځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

د افغانستان له پاره د چین سفیر وانګ یو، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای څلورمه) د طالبانو په حکومت کې «له طبیعي پیښو سره د مبارزې» له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې څرګند شو. هغه په دې خبري ناسته کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلي له قربانیانو سره د اته میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ. په دغې طبیعي پیښه کې تر زرو ډیر کسان وژل شوي وو.

هغه وویل: «د بیړنیو بشري مرستو تر څنګ، موږ په افغانستان کې د تیر کال سیاسي بدلونونو او زلزلې وروسته، د اقتصادي بیا رغونې اوږد مهاله پلانونه هم لرو.»

د هغه په خبره سوداګري به لومړیتوب ولري او ورپسې به بیا پر پانګونې او زراعت تمرکز وشي. دا د نړۍ د یوه لوی اقتصاد له خوا په رسنیو کې د طالبانو له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو په اړه لومړۍ څرګندونې دي. خو کارپوهان وایي چې پر چین سربیره ښايي یو شمیر نور هیوادونه هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د افغانستان سوداګري خونې د مدیره پلاوې غړی آزرخش حافظي، چې اوس په آلمان کې میشت دی دویچه ویله ته وویل چې خامو موادو ته د چین اړتیا بیجینګ د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې پانګونې ته هڅوي. هغه زیاته کړه: «چین غواړي په افغانستان کې پانګوونه وکړي او هر حکومت چې په دې هیواد کې وي غواړي ورسره ښې اړیکې وساتي دا ځکه چې چین د نړۍ یو ځواکمن او ستر صنعتي هیواد دې چې خامو موادو ته اړتیا لري او کولی شي دغه مواد په ارزانه بیه له افغانستان څخه وارد کړي.»

په ۶۰۰ میلیارده پانګونې سره د چین له نفوذ سره مقابله

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي. دغه ډله تیر کال په افغانستان کې په اګست میاشت کې په بیړه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته واک ته ورسیده. طالبانو شل کاله د پخواني افغان حکومت پر ضد چې د امریکا او د دې هیواد د متحدینو له ملاتړه برخمن وو، جګړه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسیدو سره افغانستان ته د بهرنیو مرستو لړۍ یا په ټپه ودیرېده او یا هم د مرسته کیدونکو پیسو اندازه ډیره ټیټه شوه. پر دې سربیره امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې پر طالبانو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو، ښځو ته د زده کړې او کار اجازه نه ورکولو او نورو موضوعګانو له کبله اقتصادي بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د میلیاردونو ډالرو زیرمو کنګلول هم شامل دي. امریکا متحده ایالاتو په وار وار ټینګار کړی دی چې تر هغو پورې چې طالبان ښځو ته د هغوی حقونه ورنه کړي، خپل حکومت ټول شموله نه کړي او ځینې نور شرایط پوره نه کړي نو دغه بندیزونه به له منځه ولاړ نه شي.

آزرخش حافظي په دې نظر دی چې پر دغو بندیزونو سربیره هم ښايي یو شمیر هیوادونه له طالبانو سره د اقتصادي اړیکو پراخولو ته زړه ښه کړي. هغه وویل: «نه یوازې چین، بلکې ډیر هیوادونه لکه پاکستان، روسیه، ایران، قطر او ډیر نور هیوادونه غواړي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل ولري.»

حافظي د بیلګې په توګه له افغانستان څخه پاکستان ته د سکرو صادراتو ته اشاره کوي چې په ارزانه بیه او د پاکستان په پولي واحد دی. د دې کارپوه په خبره هیڅ بل هیواد هم چمتو نه دی چې له پاکستان سره په دې شرایطو د سکرو سودا وکړي.

د مرستو په رسولو کې ستونزې

د طالبانو پر حکومت د بندیزونو لګول په دې معنی هم دي چې مرستندویه سازمانونه اوس د پخوا په څیر افغانستان ته په اسانۍ سره مرستې نه شي رسولی. یو شمیر سازمانونو تیره میاشت په دې هکله زلزله ځپلو ته د مرستو د رسولو په برخه کې له ستونزو شکایت وکړ.

چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او طالبانو ته پر نزدي هیواد پاکستان باندې هم ډیر نفوذ لري. دې هیواد په وار وار پر طالبانو د لګیدلو بندیزونو د منځه تلو غوښتنه هم کړې ده. وانګ د افغانستان د کنګل شوې دارایي په اړه وویل: «چین تل په دې باور دی چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي. چین پر نړیوالې ټولنې باندې د دغو پیسو د آزادیدو غږ کړی دی.»

افغانستان ته د چین سفیر وویل چې همدا اوس هم د مس عینک په ګډون د کانونو د کیندنې پر دوو لویو پروژو باندې خبرې اترې روانې دي. چین په ځانګړې توګه د افغانستان د کانونو په سکتور کې له پانګونې سره لیوالتیا لري.