1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د نړۍ په تر ټولو ستر سمندري ځواک بدل شوی

۱۳۹۹ آبان ۱, پنجشنبه

د امريکا متحده ایالاتو دفاعي رپوټ د اټکلونو پر اساس چين په نړۍ کې تر ټولو ډېرې بحري بيړۍ لري او دغه هيواد د بل هر وخت څخه په چټکۍ نوې کښتۍ جوړوي. دا د امريکا له پاره څه معنا لري؟

https://p.dw.com/p/3kHGL
China | Präsident Xi Jinping besucht Zerstörer Xining
انځور: picture-alliance/AP Photo/Li Gang

کله چې د امريکا متحده ایالاتو د جان ايس مک کين په نوم ويجاړونکې بيړۍ د چين په جنوبي سمندرگي کې پاراسيل ټاپوگانو ته څیرمه روانه وه نو ډېر ژر د چين د پوځ د کښتيو او الوتکو له خوا وليدل شوه.

د چين د پوځ د جنوبي اړخ کوماندې وياند ډگروال زانگ نندونگ وويل چې د دغي امريکايي کښتۍ شتون «پوځي پارونه» وه چې د چين له حاکميت او امنيتي موخو څخه سرغړونه وه او په جنوبي چين سمندرگي یې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کړي دي. 

چين، د چين جنوبي سمندرگي د يو شمیر سيمو چې د ژيشا ټاپوگان هم پکې شامل دي، د ملکيت ادعا کوي او هلته یې يو شمیر پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

د چين او امريکا ترمنځ په لانجمنو اوبو کې دغه ډول مخامخيدل په دې تیرو کلونو کې ډیر عام شوي دي . امريکا په وار وار سره په دغه اوبو کې د جنگي کښتيو په اصطلاح د آزاد تگ راتگ له پاره مانورې ترسره کوي څو د چين د ملکيت دعوا چې په ۲۰۱۶م کال کې د يوې نړيوالې محکمې له خوا هم رد شوې ده، ناسمه ثابته کړي.

خو اوس د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنتاگون د يوه رپوټ په حواله د چين سمندري ځواک د نړۍ په تر ټولو ستر سمندري ځواک بدل شوی دی. د رپوټ په حواله چين په تیرو کلونو کې د خپلې بهرنۍ تگلارې د تقويه کولو په ترڅ په ميلياردو ډالر په دې برخه  کې مصرف کړي دي.

US Navy Flugzeugträger
د چين په جنوبي سمندرگي کې د امريکا الوتکې ليږدونکې پيړۍانځور: U.S. Navy/Jason Tarleton/abaca/picture-alliance

په تکنالوژۍ کې د امریکا برلاستوب

په رپوټ کې اټکل شوی چې چين څه نا څه ۳۵۰ کښتۍ لري چې زياتره دغه کښتۍ یې میزايل ليږدونکي د گزمې کښتۍ، جنگي بیړۍ، الوتکې ليږدونکې بيړۍ او ویجاړونکي کښتۍ دي، چې د چين په شمالي، ختیځ او جنوبي ساحل کې ځای پر ځای دي.

ډېري کښتۍ په اصطلاح «څو ډوله نقش لوبونکي پليت فارمونه» دي چې په عصري دافع هوا او اوبتلونو ضد وسلو او سنسورونو سنبال دي.

د چين په سمندري ځواک کې ۵۲ اتومي او ډيزلي تهاجمي اوبتلونه، څلور اتومي قاره یې توغندي ليږدونکي اوبتلونه او دوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ شاملې دي.

د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواک بيا د ۲۰۲۰م کال په سر کې څه نا څه  ۲۹۳ کښتۍ درلودلې. خو د دفاعي شنونکو په حواله د امريکا اړخ بيا هم دروند دی، ځکه چې سمندري ځواک یې تر چين سترې جنگي بيړۍ لري.

د بهرنۍ تگلارې د څيړنې د مرکز او د بروکنگ انیستيتويت د دفاعي تگلارې د برخې مشر مايکل او هانلون له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «خبره د کښتيو د شمير نه ده. امريکا متحده ایالات په عمومي توگه [په پوځي برخه کې] ډېره ستره ده او ډېره وړتيا لري او د چين د سمندري ځواک په پرتله دوه چنده سترې او عصري کښتۍ لري.»

د پنتاگون په غوښتنه د بروکنگ انیستيوت له خوا په چمتو کړل شوي دې رپوټ کې او هانلون ويلي چې امريکا د الوتکې ليږدونکو کښتيو او د اوږده واټن بريدونو د اوبتلونو د کميت او کيفيت پر اساس مخکې ده. که څه هم چې چين د لنډ واټن ډیزلي اوبتلونو په برخه کې د پام وړ ځواک لري.

د راتلونکي پلان

د شنونکو په حواله بل اړخ ته چينايي کښتۍ که څه هم چې په اوسط ډول له امريکايي کښيتو کوچنۍ دي خو په عصري توغنديو ښې سنبالې دي. د پتناگون په رپوت کې دا هم راغلي چي چين اوس «په نړۍ کې د درنو کښتيو يو تر ټولو ستر توليدونکی» دی.  

شنونکي او هونلون په رپوټ کې ويلي: «دلته د بېلا بېلو عملياتو د وړتيا مسله هم مطرح ده. چين مخ پر زياتېدونکي توگه په خپلو اوبو کې خپله وړتيا لوړه کړې ده، نه يوازې په هر ځای کې د کښتيو د ځای پر ځای کولو له لارې، بلکې په ځانگړي توگه د اوبتلونو او همدا راز د مختلفو توغنديو له لارې چې له ځمکې په اوبو کې يا له اوبو ځمکې ته ویشتل کيږي.»

د پنتاگون رپوټ دا هم روښانوي چې چين وار په وار د پوځ د بېلا بېلا څانگو ترمنځ همکاري هم زياتوي څو یې پوځي ځواک د بهرنۍ تگلارې د هدفونو په ترلاسه کولو کې «فعال نقش» ولري. له دې هدفونو څخه يو تر ټولو مهم دا دی چې پوځ یې د هيواد څخه په لیرې واټن کې هم فعال نقش ولرلي شي. خو دمگړۍ د چين سمندري ځواک زياتره تمرکز پر خپل شا او خوا کوي.

زموږ له آرشيف څخه: