1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له افغانستانه د خپلو وگړو له اخراجه خبر نه دی

۱۳۹۹ دی ۱۹, جمعه

د چين چارواکو ويلي دي چې دوی هیڅ معلومات نه لري چې گويا څو وگړي يې د جاسوسۍ تر تورونو وروسته له افغانستان څخه اخراج شوي دي. دغه کسان ولي اخراج سوي ول؟

https://p.dw.com/p/3nfXn
China Peking klarer Himmel ohne Luftverschmutzung
انځور: picture-alliance/dpa/Hpic/Li Shanze

د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر د دوشنبې په ورځ پارلمان ته د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي ول چې هغه د يوې چينايي شبکې د غړو د نيولو خبر تاييدوي خو د قضيې د حساسوالي له کبله نور جزيات نه شي شريکولی.

د رويترز خبري آژانس په حواله چينايي چارواکو په دې اړه ناخبري څرګنده کړې ده. د چین د بهرنيو چارو يوې ویاندې د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ ۶ مه نيټه) وويل چې چين له دې قضيې خبر نه دی.

د هند د «هندوستان ټايمز» ورځپاڼې ليکلي ول چې لس چينايي اتباع چې د پيکنک په استخباراتي ادارې پورې اړه لري، په دسمبر مياشت کې په کابل کې نيول شوي ول چي وروسته بخښل شوي او چين ته اخراج شوي دي.

په افغانستان کې دريو معتبرو سرچينو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې ۱۳ چينايي اتباع چې ځيني یې په ساختماني کارونو او ترکاڼۍ بوخت ول او نورو یې يو کلينک او يوه نانوايي چلوله، اخراج شوي دي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده هووا چوېنګ چې کله په پيکنګ کې د خبري غونډې پر وخت د هندوستان ټايمز د دې رپوټ په اړه وپوښتل شوه، نو يې وويل: «تاسې چې کوم څه ياد کړل، زه یې په اړه خبره نه يم.»

نوموړې زياته کړه: «خو زه بايد تاسې ته ووايم چې چين او افغانستان تل دوستانه اړيکي لرلي دي او په هره برخه کې زموږ همکاري ډېره صميمي ده او دغه همکاري په نورمال ډول ادامه لري.»

چين په سيمه کې د خپل نفوذ د ډيرولو هڅه کوي او د سړکونو او کمربندونو د نوښتونو او دغه پروژو په تمويل سره غواړي سیمه وصل کړي. چين د «چين ـ پاکستان» اقتصادي دهليز پروژه و افغانستان ته د غځولو په اړه هم ليوالتيا څرګنده کړې ده.

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د لويدیځ مرسته کميږي او وار په وار له شرايطوسره تړل کيږي، د چين پانګونه به ډېره مهمه وي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر احمد ضياء سراج پارلمان ته وويل: «زه تاسې ته دومره تايیدولی شم چې هو! د چينايي شبکې څو تنه نيول شوي دي خو جزياتو ته نه شم تللی ځکه چې دا يوه ډېره حساسه موضوع ده.»

يوې افغاني سرچينې چې يو لوړ پوړې دولتي چارواکی دی، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې هغه اسناد او مواد چې نيول شوي، چينايي اتباعو درلودل، ښيي چې دغه کسانو له يوه «نامعلوم» پاکستاني سره همکاري درلودله چې د وسله والو طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ يو منځګړی بلل کيږي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د هر ډول اړيکي درلودل رد کړي دي. نوموړي رويترز ته ويلي دي: «دا يوازې تبليغات دي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان ولسمشرۍ دفتر په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ويلی.

خو لوړ پوړو افغان چارواکو زياته کړې ده چې د چين د حکومت يو ځانګړی استازی کابل ته راغلی وو او د خپلو نيول شويو اتباعو د آزدولو غوښتنه یې کړې وه. دغه استازي پر نورو سربیره له ولسمشر محمد اشرف غني څخه هم د دغه کسانو د بخښلو غوښتنه کړې وه.

چارواکو ويلي دي چې چينايي استازي افغان چارواکو ته ويلي دي چې حکومت يې د دې ۱۳ چينايي ښځو او نارينه وو په فعاليتونو خبر نه ول او  په دې اړه به څېړنې وکړي چې تر دې وروسته بيا دغه کسان د تېر میلادي کال په پای کې چين ته اخراج شول.