1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

م.م: په هرو ۱۶ ثانیو کې یو مړ ماشوم نړۍ ته راځي

۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعه

هره ورځ په نړۍ کې تر ۵۰۰۰ ډیرې کورنۍ د زیږون پر مهال خپل ماشوم له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ دا شمیرې ښیې چې په هرو ۱۶ ثانیو کې یو مړ ماشوم پيدا کیږي.

https://p.dw.com/p/3jfR6
Afghanistan Neugeborene in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ پر بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۸ نیټه) په ژنیف کې خپور شوی دی، د ټولې نړۍ په کچه هره ورځ په اوسط ډول تر ۵۰۰۰ ډیرې کورنۍ د زیږون پر مهال خپل ماشوم له لاسه ورکوي.

د دغه سازمان په حواله د هغو ماشومانو کلنی شمیر چې بې روحه یا مړ پیدا کیږي دوو میلیونو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امیدوارۍ او زیږون پر مهال ناکافي مراقبت د دغو پيښو د رامنځته کیدو اصلي دلیل په ګوته کوي.

د کارپوهانو په باور هغه وخت ویلی شوی چې یو مړ ماشوم زیږدلی دی چې دغه نوی ماشوم وروسته له ۲۸ اونیو او یا تر هغې د ډیرې مودې له پاره د مور په رحم کې پاتې شوی وي او د زیږون پر مهال یې د ژوندي پاتې کیدو هیڅ اثر نه وي پاتې.

د دې رپوټ پر بنسټ درې پر څلورمه برخه يې د افریقا په سویل صحرایي او سویلي آسیا کې ثبت شوي دي. د دې رپوټ پر بنسټ په دې سیمو کې دغه نوي زیږیدلي ماشومان اکثره یا مړه پیدا کیږي او یا هم د زیږیدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا، شمالي امریکا، استرالیا او نوی زیلاند کې د مړه زیږیدونکو ماشومانو د فیصدۍ کچه ۶ سلنې ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مشرې هنرينه فور، وویل: «د دغو ماشومانو ژغورل کیدل د امیدوارۍ پر مهال په سمه توګه د مور مراقبت او تجربه لرونکو قابلو په موجودیت کې ممکن کیدای شي.»

په دې اساس نوموړۍ ټینګار وکړ چې د قابلو او نرسانو د مسلکي روزنې برخې ته باید لازیات امکانات برابر شي. د هغې په خبره د ټولې نړۍ په کچه نیمایي حامله ښځې هم دغو امکاناتو ته لاس رسی نه لري.

د یونیسف کارپوه مارک هیروارد، د دې وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی دی چې د دې احتمال شته چې د کرونا وبا دغه وضعیت لا پسې خراب کړي. یونیسف د سختې انديښنې په ښکاره کولو سره ویلي دي احتمال لري په نړیواله کچه د دغو خدماتو نیمایي د کرونا پانډمۍ له کبله بند شي.

د دغه سازمان مسئولینو ویلي دي چې په داسې یو وضعیت کې احتمال لري چې د نړۍ ۱۱۷ هیوادونه یوازې په یوه کال کې د ۲۰۰۰۰۰ نورو مړو ماشومانو له زیږیدنې سره مخامخ شي.

د دغه سازمان په حواله د نړۍ په ۱۳ بې وزله هیوادونو کې چې د ښو روغتیایي امکاناتو څخه برخمن نه دي، کیدای شي د یوه کال په جریان کې د مړو زیږدونکو ماشومانو په شمیر کې۲۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شي.