1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجاب کي د ماشومانو لوڅ فلمونه جوړونکي ونيول شول

۱۳۹۹ بهمن ۱۹, یکشنبه

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې په پنجاب آيالت کې دوه تنه د ماشومانو د پورن فلمونو له يوې نړيوالې کړۍ سره د تړاو په تور ونيول. د ايټاليې د اينټرپول پوليسو له خوا ورته تر مخه اطلاع ورکړل شوې وه.

https://p.dw.com/p/3p0DC
Symbolbild Kinderpornografie im Darknet
انځور: picture-alliance/dpa/P. Nissen

دغه دوه تنه سهار وختي د پاکستان د پنجاب صوبې يا آيالت د سيالکوټ ښار په څنډه کې نيول شوي دي. دا خبره محمد اقبال چې په ياد ښار کې د پلټنو د فدرالي ادارې (FIA)  لوړپوړی چارواکی دی، کړې ده. دا د هغه په خبره لومړی ځل و چې اينټرپول پاکستان ته د نورو جرمي فعاليتونو په اړه د اطلاعاتو تر څنګ د ماشومانو د لوڅو فلمونو د جوړونکو په هکله هم معلومات ورکړل.

د يوه نيول شوي کس په کمپيوټر کې داسې مواد وموندل شول چې ښيي «هغه له يوې نړيوالې ډلې سره په تماس کې و او د ډارک وېب د لارې يې د ماشومانو بربنډ فلمونه خپرول،» دغه خبره اقبال اسوشيتد پرس خبري اژانس ته کړې ده. ډارک وېب د انترنېټ هغه تياره اړخ ته ويل کيږي چې د لټون په ماشينونو کې نه ښکاري چې ورته د لاسرسي دپاره خاص سافټ وېر په کار لويږي.

دوه نور شکمن کسان لا نيول شوي نه دي

اقبال زياته کړې ده چې د لومړي شکمن کس تر نيول کېدو وروسته ورڅخه تحقيقات او پوښتنې ګروېږنې شوې دي چې په مرسته يې له عين سيمې څخه يو بل تن هم ونيول شو. خو دوه نور شکمن کسان لا نيول شوي نه دي.

د پاکستان د قانون له مخې بايد دغه دوه تنه اوس د ۲۴ ساعتونو يا ګېنټو په ترڅ کې قاضي (جج) ته معرفي او وړاندې شي چې له دې کبله ښايي د پلټنو فدرالي اداره د نورو پلټنو له پاره زيات وخت وغواړي مخکې له دې چې په رسمي ډول ورباندې حقوقي دعوا وشي او مقدمه وړاندې شي.

اينټرپول يوه نړيواله اداره ده چې د ۱۹۴ هېوادونو څخه پوليس سره وصلوي او همداراز د پولو ورها خوا د پوليسو عمليات همغږي کوي. هغه د غړو هېوادونو د حکومتونو له خوا تمويليږي.

 آ./ن.ص./ا.ا.