1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چرنوبیل د اټومي ناورين کالیزه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د چرنوبیل اټومي چاودنه چي د نړۍ د ترټولو ستر غیر نظامي اټومي ناورين په سترګه ورته کتل کیږي، د ۱۹۸۶م کال د همدې اپریل میاشتي پر ۲۶ مه رامنځته او ډیري راډیو اکتیف شعاوي یې خپرې کړي.

https://p.dw.com/p/3sZsf
Bildergalerie Hiroshima Nagasaki Atombombe 1945
انځور: picture-alliance/dpa

دغه چاودنه چي د اوکراین د چرنوبیل اټومي دستګاه په څلورم ریاکټور کي رامنځته سوه، د برق د «پاکي» انرژۍ ډیرو خوش باوریو ته یې د پای ټکی کښیښود.

که څه هم د دغي اټومي چاودني په سبب په زرونو خلګ قرباني سول او خطرونه یې تر اوسه پوري اقلیم او چاپیریال تهدیدوي، بیا هم ځیني دولتونه سته چي نه غواړي د اټومي انرژۍ څخه تیر سي.

د یادولو وړ ده چي له ۱۹۴۵م کال راهیسي تر اوسه پوري په ټوله نړۍ کي تر ۲۰۰۰ زياتي اټومي ازمویني او چاودني سوي دي. امریکا متحده ایالاتو ۱۰۳۹، روسیې ۷۱۸، فرانسې ۱۹۸، بریتانيا او چین هر یوه ۴۵، هندوستان او شمالي کوریا ۳ او پاکستان دوې اټومي ازمویني کړي او اټومي بمونو ته یې انفجار ورکړ دی.

د دغو اټومي چاودونو او ازمویونو په سبب په لسونو زره انسانان په مستقیم ډول د راډیو اکټیف په شعاوو ککړ سوي دي.