رپوټ: طالبانو تیره میاشت یوازي په کندهار کې ۲۰۰ پوستې نیولي
۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبهدغه رپوټ د افغانستان د بیا رغوني د څارني امریکايي سازمان یا سیګار له خوا د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتي لومړۍ نیټه) خپور سوی دی.
د رپوټ په حواله په ټول افغانستان کي د افغان پوځ او پولیسو ځواکونه د څه نا څه ۶۰۰۰ امنیتي پوستو ساتنه کوي. په ۳۴ ولایتونو کي پر دغو پوستو باندي تقریبأ ۹۵ زره عسکر اوپولیس تقسیم دي چي د ټولو امنیتي قواوو یو پر دریمه برخه تشکیلوي.
په افغانستان کي د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د وسله والو طالبانو پر ضد جنګیږي. د ۲۰۲۰ م کال د سپټمبر میاشتي راهیسي طالبان د حکومتي پلاوي سره د قطر په پلازمینه دوحه کي د سولي مذاکرات پرمخ بیايي. خو په دغه هیواد کي تاوتریخوالی بیا هم دوام لري.
د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتي په پای کي د طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چي له مخې یې باید په تدریج سره د افغانستان څخه د ناټو ټوله ځواکونه ووځي. د دې په مقابل کي بیا طالبان مکلف دي چي د نورو تر څنګ د افغان حکوت سره د سولي مذاکرات پر مخ یوسي.
qn/ms (DPA)