1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا لومړي وزیر پر کاتولیکي کلیسا شدید انتقاد کړی دی

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

په کاناډا کې د یوه ښوونځي په ودانۍ کې د ۲۱۵ ماشومانو د جسدونو پيدا کیدو له امله خلک ډیر په غوسه دي. د دغې سیمې د پخوانیو اوسیدونکو د ماشومانو جسدونه د یوې کلیسا تر کنترول لاندې ښوونځې په ساختمان کې موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3uXsj
Kanada I Ottawa I COVID-19 I Premierminister Justin Trudeau hält Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/S. Kilpatrick

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو، د کاتولیک کلیسا په یوه ښوونځي کې )چې زده کوونکي به شپه او ورځ هم هلته و( د تر ۲۰۰ ډیرو ماشومانو د بدن پاتې شونې د پيدا کیدو له کبله ویلي دي چې کلیسا باید د دې پيښې پر مسؤلیت منلو اعتراف وکړي. نوموړي د کاتولیکي عقیدې پر روحاني مرکز واتیکان هم غږ کړی دی، څو را وړاندې شي او د دې پيښې مسؤلیت دې ومني.

د جستن ترودو په وینا کله چې څلور کاله مخکې یې له واتیکان څخه لیدنه کړې وه په هغه وخت کې یې هم په کلیساو کې ترسره شویو زور زیاتیو ته د توجه کولو خبره کړې وه، خو په دې برخه کې تر اوسه پورې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی او د مزاحمت لړۍ روانه ده.

د کاناډا لومړي وزیر خبرداری ورکړی دی چې که د کاتولیکي کلیسا چارواکي د لیلیه لرونکي ښوونځی د پيښې په اړه توضیحات ورنه کړي، نو له سختو انضباطي اقداماتو څخه به کار واخیستل شي. نوموړي واضحه کړه چې هغه هم د کاتولیک عقیدې پيروي کوي او د کلیسا له دې ډول چلند څخه مایوسه شوی دی.

Kanada Kinderleichen-Fund Demonstration
په کاناډا کې د ماشومانو د مړو پيدا کیدو له امله مظاهرېانځور: Justin Tang/empics/picture alliance

د ۱۸۴۰ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ په کاناډا کې د دا ډول ښوونځیو شمیر تر سلو ډیر وو او «کیملوپس انډین بورډنګ سکول» هم په دې کې شامل وو.

په ټول هيواد کې تر ۱۵۰ زرو ډیر ماشومان له مور پلار څخه جلا او دغو ښوونځيو ته د تعلیم او نوي اروپایي کلتور د زده کړي په موخه ور وړل شوي ول.

په دغو ښوونځیو کې تشدد، جنسي تیری او تاوتریخوالی عام وو. په دې ترڅ کې ماشومان په زور د عیسویت دین منلو ته اړ ایستل کیدل.

د کاناډا حکومت، د کلیساو اتحادیي او انګلیسي کلیسا له دغو ماشومانو سره د شوي چلند له امله بخښه غوښتې ده، خو کاتولیکې کلیسا تر اوسه پورې خاموشي اختیاره کړې ده.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ر