باميان: په دوو چاودنو کې ۱۴ کسان مړه او په لسونو ژوبل شوي
۱۳۹۹ آذر ۴, سهشنبهد بامیان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسئولانو د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه) ويلي دي چې دغه چاودنې د بامیان بازار په منځ کې شوي دي.
د باميان د امنيه قوماندانۍ وياند، رضا يوسفي دويچه ويله ته وويل چې د مازديګر شاوخوا ۴ بجې او څلويښت دقیقې د باميان په بازار کې دوې چاودنې رامنځ ته شوې.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق آرین، په يوه خبري اعلاميه کې ويلي دي چې چاوديدونکي مواد د باميان بازار د انصاف مارکيټ مخې ته ځای پر ځای شوي ول چې په چاودنه کې يې د ترافيکو د مديريت يو کارمند او ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
باميان د افغانستان په مرکز کې پروت يو تر ټولو امن ولایت دی چې دا ډول ډير تلفات درلودونکې چاودنې پکې مخکې نه دي رامنځ ته شوي.
د يادونې ده چې شاوخوا اته کاله مخکې د بودا مجسمې مخې ته ميشتو امنيتي ځواکونو ته نژدې هم د يو ځای پر ځای شوی ماين چاودنه شوې وه.
تر اوسه کومي ډلې د دغو چاودنو مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی.