1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له ۲۵ کالو کمسنه نجونو سره واده باندې نقدي انعام ورکوي

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د چين يو ولايتي حکومت اعلاميه خپره کړېده چې هغه څوک چې په لومړي ځل واده کوي او پکښي د ناوي عمر ۲۵ یا کم کالونه وي، نو به د نقد انعام مستحق کيږي. دغه هيواد کې د حامله کېدنې تمايل کم شوی.

https://p.dw.com/p/4Vhou
Chinesische Bräute bei Kollektiv-Hochzeit
انځور: Chen Banggan/dpa/picture-alliance

 د ۲۰۲۲م کال د احصائيې له مخې په چين کې په اوسط ډول يوه مېرمن په خپل ټول ژوند کې د ۱،۰۹ ځله ميندوارې شوې. په دې توګه نو د ميندوارۍ دغه شرحه زياته رالوېدلې ده. اوس د چينګشان ولايت حکومت هڅه پېل کړې ده چې مېرمنې و ماشوم زېږونې ته وهڅوې. په دې ترڅ کې يې د دوشنبې اعلاميه خپره کړې چې پکښې راغلي چې هرې هغه جوړې ته به د نقدو پيسو انعام ورکوي چې د واده پر وخت پکښي د ناوې عمر تر ۲۵ کالو کم وي. په اعلاميه کي راغلي دي چې د دغې طرحې مقصد «د واده سن ته رسېدو سره سم د ماشوم زېږولو تمايل زياتول دي.»

د ياد ولايت حکومت ويلي دي چې هر هغه ځوان ته به ۱۰۰۰ يوان نقد انعام ورکړي چې له ۲۵ کلنې او يا هم تر ۲۵کلنۍ کښته نجلۍ سره واده وکړي. البته دغه پيسې هغه چا ته ورکول کيږي چې په لومړي ځل واده کوي. د نقدي انعام تر څنګ دغو جوړو ته د نورو مراعاتو لکه د ماشومانو په پالنه کې مرسته، د ميندوارۍ پر وخت ملاتړ او په تعليم کې مرستې شاملي دي. د چين د حکومت د نورو هڅو تر څنګ دا نوې هڅه ده چې غواړي ځوانان او پيغلي دې ته وهڅوي چې واده وکړي او ماشوم وزېږوي. دا په داسي حال کې ده چې په دغه هيواد کې د زېږون شرحه زښته راکمه شوې ده.

چين د څو لسيزو راهيسي په لومړي ځل د آبادۍ د کمېدنې او د زيات عمر لرونکو کسانو د شمېر په زياته چټکۍ زياتېدنې د ستونزې سره مخامخ دی. همدا وجه ده چې د دغه هيواد حکومت د ماشومانو د زېږېدنې په شرحه کې د زياتوالي له پاره په يو شمېر اقداماتو پېل کړی دی. په دغو اقداماتو کې د جوړو سره مالي مرستي او د ماشومانو په مراقبت کې ملاتړ او نور ورته مراعات شامل دي.

China | Weltbevölkerung
چين د ماشومانو د زېږېدنې له کمښت سره مخ دیانځور: Jiang Keqing/Xinhua/picture alliance

په چين کې د واده له پاره بايد نارينه لږ تر لږه ۲۲ کلن او ښځه يا نجلۍ ۲۰ کلنه وي. خو د واده کوونکو جوړو په شمېر کې په دومداره توګه کمښت راغلی دی. د دولتي پاليسيو له کبله د ماشومانو د زېږېدنې په شرحه کې کموالی راغلی دی او د يوازې مېرمنو له پاره د ماشوم زېږول مشکل شوي دي.

په چين کې د خپرو شوو اعدادو او شمېرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې د ودونو شرحه خپل ريکارډ ځوړ ته راټيټه شوه. په دغه کال کې صرف ۶،۸ ميليونو جوړو ودونه وکړل چې دا له ۱۹۸۶م کال څخه لا هم کم ودونه ول. د ۲۰۲۱م کال په پرتله په ۲۰۲۲م کال کې ۸۰۰ زره کم ودونه شوي.

په چين کې د ماشومانو پر پالنه زيات مصارف راځي. د دې تر څنګ په کاري کې د پرمختګ په لاره کې د ماشومانو زېږون خنډ بلل کيږي. له دې کبله زياتې مېرمنې نه غواړي چې اولادونه وزېږوي. په داسي حال کې چې اوس په چين کې جوړې د درو ماشومانو زېږولو اجازه لري، خو زياتې مېرمنې يا خو صرف يو ماشوم زېږوي او يا له سره ماشوم زېږول نه غواړي. په چين کې د دودونو له کبله د ماشوم زېږېدنې وروسته پر مېندو مسؤليتونه لا زياتيږي.

آ./ا.ا./ن.ز.