1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کي د سختي گرمۍ له امله یو ښار خالي کيږي

۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبه

په کاناډا کي د پرله پسي سختي گرمۍ له امله د لیتون په سیمه کي خلک د اور له لمبو څخه د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي. ګمان کيږي چي په دغه سيمه کي د ډيرو مړينو يو دليل به سختي ګرمي وي.

https://p.dw.com/p/3vs9r
Kanada Hitzewelle an Westküste
انځور: BC Wildfire Service/AFP

د سي بي سي تلویزیون د راپور له مخي د کاناډا د بريتيش کولمبيا ولايت د ليتون سيمي ښاروال جان پولدرمن د چهارشنبې په ماښام له دغي سیمي څخه د خلکو لېږد تنظیم کړ.

ښاروال وویل: «ډېر ویروونکی حالت دی، ټول ښار د اور په لمبو کي سوځي. اور په ۱۵ دقیقو کي په ټول ښار کي پراخ سو.»

تر اورلګېدني مخکي په لیتون ښار کي درې ورځي پرله پسې د سختي گرمۍ تر ټولو لوړه درجه ثبت سوې وه.

د هوا پیژندني ادارې د معلوماتو له مخي د سې شنبې په ورځ په دغه ښار کي چي ۲۵۰ اوسیدونکي لري، د حرارت درجه ۴۹،۶ ثبت سوې وه چي دغه ډول تودښت تر اوسه پوري بې ساری دی.

لیتون ښار د کاناډا د بريتيش کولمبيا ايالات د ونکوور ښار په ۲۶۰ کیلومترۍ کي پروت دی. د اورلگیدني له امله باید اوس د دغي سيمي ډېر اوسیدونکي خپل هرڅه پریږدي او ځانونه وژغوري.

د اور وژني ادارې د تويتر له لاري په سیمي کي د څو اورلګيدنو خبر خپور کړی دی، خو د اور د ابعاد په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.

د چارواکو په حواله د کاناډا په لوېديځ کي پرله پسي ګرمي د په سونو خلکو د مړيني سبب سوې ده. د کاناډا د لوېديځ ساحل ولايت د عدلي طب د معلوماتو له مخي له تيري جمعې ورځي څخه د رواني اونۍ تر چهارشنبې ورځي پوري په بریتیش کولمبیا کي د مړیني ۴۸۶ ناڅاپي پیښي رامنځته سوې. ښايي دغه شمېر نور هم لوړ سي. چارواکي ګومان کوي چي د مړينو د پيښو ډېرښت به له سختي ګرمۍ سره اړه ولري.

د امریکا متحده ایالاتو په لوېدیځ کي هم په تیرو ورځو کي د تودښت تر ټولو لوړه درجه ثبت سوې ده.

GP/NZ/AG