1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

په کاناډا کې څلور پاکستانيان په موټر وهل شوي او وژل شوي دي

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د کاناډا په انټاریو ایالت کې یو کس پر یوې مسلمانې کورنۍ موټر ورخيژولی چې له امله یي څلور تنه وژل شوي دي. پولیس شک لري چې دغه کسان مسلمانان ول، ځکه په نښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3uZND
Kanada London Auto erfasst Fußgänger Polizei
انځور: Geoff Robins/Zuma/picture alliance

د کاناډا د انټاریو ایالت په لندن ښار کې د پولیسو په حواله د دوشنبې په ورځ یو ځوان په ظاهره کې د کرکې او نفرت پر بنسټ خپل موټر پر لارویانو برابر کړی دی او د یوې مسلمانې کورنۍ څلور کسان یې وژلي دي.

د سیمه ایز پولیسو مشر سټیو ویلیم په دې اړه ویلي دي: «موږ باور لرو چې دا یو قصدي عمل وو او دا چې په دې ویروونکې پيښه کې مسلمانان په نخښه شوي دي. موږ په دې خبره هم یقین لرو چې پر دوی برید ځکه شوی چې دوی مسلمانان ول.»

پولیسو ویلي دي چې یوه ۲۰ کلن شکمن برید کوونکي د سړک پر غاړه تلوونکو ۵ تنو موټر ورځغلولی او بیا یې د تيښتې هڅه کړې ده. په دغه برید کې یو ۹ کلن ماشوم چې سخت ټپي دی اوس په روغتون کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو په یوه تویتري پيغام کې دغه پيښه په سختو ټکو غندلې ده: «د لندن مسلمانه ټولنه او په ټول هیواد کې مسلمانان باید په دې پوه شي چې موږ له تاسې سره ولاړ یوو. زموږ په هیڅ یوه ټولنه کې د اسلاموفوبیا له پاره ځای نشته. موږ باید د چل او مکارۍ پر بنسټ ولاړ د دغه نفرت مخه ونیسو.»

عیني شاهدانو ګلوبل نیوز نټ ورک، ته ویلي دي چې یو موټر یې ولید چې د سړک د بیلوونکي خط دپاسه روان دی او بیا داسې ښکاریده چې په ناڅاپي ډول د سړک له بلې غاړې راغې. برید کوونکی د پيښې ځای ته نږدې خریدارۍ مرکز په پارکنګ کې نیول شوی دی. شکمن کس د عمدي قتل له څلورو او قتل کولو د کوښښ له یوه تور سره مخامخ دی.

کاناډا: د چړې په برید کي سخته مرګ ژوبله اوښتې

د استخباراتي سازمان پورې اړوند د پولیسو یوه افسر ویلي دي چې سیمه ایز پولیس پر دې خبره د سلا مشورې په حال کې دي چې د دغه کس پر وړاندې د ترهګرۍ قانون له مخې دوسیه جوړه کړي.

قربانیان څوک دي؟

د پولیسو په حواله په وژل شویو کې یو ۴۶ کلن سړی، یوه ۷۴ کلنه او یوه ۴۴ کلنه ښځې او یوه ۱۵ کلنه نجلۍ شامل دي. یو ۹ کلن هلک هم په دې پيښه کې سخت ټپي شوی دی چې په سیمه ایز روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د چارواکو په خبره ډیر امکان لري چې دغه ماشوم شاید وژغورل شي. د قرباني کورنۍ له پولیسو غوښتي دي چې د اغیزمنو کسانو نومونه دې نه ښکاره کوي.

د اغیزمنې شوې کورنۍ یوه ملګري زاهد خان ایسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې کورنۍ يې نږدې ۱۴ کاله مخکې له پاکستان څخه کاناډا ته راغلې وه او په یوه جومات کې ډیر فعاله وه: «هغوی د قدم وهلو له پاره وتلي ول. دا د هغوی ورځنې معمول وو.»

د لندن ښاروال اید هولډر، دغه پيښه په سختو ټکو غندلې ده. د هولډر په خبره نږدې ۴۰۰ زره نفوس لري چې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ زره پورې یې مسلمانان دي او په دې ښار کې به د اغیزمنو شویو په احترام تر درو ورځو پورې ملي بیرغ ځوړند وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز