1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د بريتانيا ټاکنې: د کارګر ګوند بریا او د سوناک د ګوند ماته

۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعه

تر ۱۴ کلونو هم ډېره موده محافظه پال ګوند د بريتانيا پر سياست نفوذ درلود. خو اوس به په پارلماني ټاکنو کې د کارګر ګوند له څرګندې بريا سره د دغه ګوند مشر کېير ستارمر، د بريتانيا نوی لومړی وزير وي.

https://p.dw.com/p/4hugC
د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر به د بريتانيې نوی لومړی وزير وي
د کارګر ګوند مشر کېير ستارمرانځور: Suzanne Plunkett/REUTERS

د ټولو ټاکنیزو حوزو د رايو شميرولو تر مخه لا دا خبره روښانه وه چې د اپوزیسيون کارګر ګوند په پارلمان کې قاطع اکثريت ترلاسه کړی دی: سوسيال ديموکراتانو د استازو مجلس يا ولسي جرګې له ۶۵۰ څوکيو څخه تر ۴۱۰ ډېرې څوکۍ خپلې کړي دي.

تر اوسه برحاله د لومړي وزير ريشي سوناک، محافظه پال ګوند ۱۲۰ څوکۍ ګټلي دي او په دې توګه یې د خپل تاريخ تر ټولو بده پايله لرلې ده.

په دې ترتيب به په بريتانيا کې د واک انتقال رامنځته شي او د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، به نوی لومړی وزير شي.

سوناک خپله ماته ومنله. دې ۴۴ کلن د دغه «مایوسه کوونکو» پايلو مسئوليت پر غاړه اخيستې او ستارمر، ته یې د بریا مبارکي ويلې او د خپل ګوند د مشرتابه څخه لاس پر سر کيدو ته یې هم اشاره کړې ده.

د بريتانيې لومړي وزير، ريشي سوناک ومنله چې په ټاکنو کې يې گوند ماتې خوړلې ده
ريشي سوناک به ټاکنو کې خپله ماته ومنلهانځور: Henry Nicholls/AFP/Getty Images

د بريګزت پلوي فاراج په لومړي ځل پارلمان ته لاره پيدا کړه

د اپوزيسیون ليبرال ديموکرات ګوند هم ډېر پرمختګ کړی او تر ۷۰ ډېرې څوکۍ یې خپلې کړي دي. ياد ګوند به په دې توګه د سکاټلند د ملي ګوند پر ځای چې تر لسو لږې څوکۍ ترلاسه کړي دي، د پارلمان دريم قوي ګوند شي.

د بريګزت يا له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا د وتلو سرسخت پلوی نېګل فاراج، چې ځان یې په اتم ځل نوماند کړی وو، په لومړي ځل په دې توانيدلی دی چې ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي. د نوموړي د مهاجرت او کډوالۍ ضد د «ريفارم يو کی» په نوم ګوند څلور څوکۍ ترلاسه کړي دي. د زرغون ګوند څلورو استازو هم پارلمان ته لاره موندلې ده.

د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، خپلو پلويانو ته وويل: «موږ کامياب شو. بدلون سر له اوسه پيليږي.» نوموړي زياته کړه: «همدا اوس دا صدق کوي: لومړی هېواد او بيا ګوند.»

ستارمر، په عين وخت کې دا هم وويل چې بدلون په يوه شپه کې نه شي راتلای. هغه زياته کړه چې د کارګر ګوند راتلونکی حکومت «سخته دنده» په مخکې لري.

۶۱ کلن ستارمر، د يوه «بدل شوي کارګر» ګوند څخه خبره وکړه چې «چمتو دی هېواد ته خدمت وکړي.» ښايي همدا نن، باچا چارلس د کارګر ګوند مشر ته د حکومت جوړولو دنده وسپاري.

د بريتانيا ټاکنیزه مبارزه د سوناک د سلف بورس جانسن، او لز ترس، د افتضاحو او ګډوډۍ تر سيوري لاندې راغله. پر دې سربیره ډېرو لوړو شويو بيو په ولس کې د بې وزلۍ په تړاو ويره رامنځته کړې ده. همدا شان د مهاجرت د سياست پر سر هم سخته لانجه وشوه چې ټولنه یې سره وويشله.

ب. ص/ ن. ز (rtr, afp, kna, dpa, BBC)