1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په بريتانيا کي زرونه مړي د خښيدو په انتظار دي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

په بريتانيا کې د کرونا د نړيوالې وبا له کبله تر اوسه تر يو ۱۲۰ زرو زيات کسان مړه شوي دي او زرونه مړي خاورو ته د سپارل کيدو په انتظار دي. د مړو د خښولو يا سوځولو ملکي ادارې د ستر چيلينج سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/3ovNL
Spanien Barcelona Coronavirus | Särge
انځور: picture-alliance/AP/E. Morenatti

د دې خواشينونکي وضيعت په اړه د لندن څخه په رپوټونو کې ويل شوي چې د کرونا وبا د پېل پر وخت هر څوک د دې يوې خبرې څخه ويريده چې چيرې دې پوښتنې کولو ته مجبوره نه شي. هغه پوښتنه داده چې له دومره ډېرو جسدونو سره سړی څه وکړي؟ خو له بده مرغه اوس د بریتانيا د مړو د تدفين ادارې د همدې پوښتنې کولو ته مجبورې شوي دي.

 ناوړه وضعيت او درې اړخيزتوب

په بريتانيا کې د کوويد-۱۹ د وبايي مرض د خپريدو له کبله د مجموعي وضيعت سره او د دې له پایلو سره د مقابلې په ترڅ کې چې کومې درې ټولنیزې طبقې د کوم وضيعت سره مخ دي، په اوريدو يې هر حساس انسان ډېر خفه کيږي.

له دوی څخه يوه قشر هغه ډاکتران او طبي عمله ده چې په پرله پسې توګه د سونو زرو مريضانو په درملنه بوخت دي. دويم د مړو شويو مريضانو د کورنۍ هغه غړي دي چې د کرونا د قيوداتو له کبله د خپلو خپلوانو د تدفين په مراسمو کې ګډون نه شي کولی. دريمه طبقه د مړو د خښولو د ادارو هغه کارکوونکي دي چې په خپل ژوند کې تر اوسه هیڅ د دې ډول وضيعت سره نه وو مخ شوي. دا کارکوونکي په پرله پسې ډول ۲۴ ساعته په کار بوخت دي خو کار يې سر ته نه رسيږي.

 تر يو لک ۲۶ زره زيات مرګونه

بريتانيا چې د لويديځې اروپا د ډېر نفوس لرونکو دريو هېوادونو څخه يو هېواد دی تر اوسه پکې د کرونا له کبله تر يو لک او ۲۶ زرو ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په بريتانيا کې د مړو د تدفين د ادارو د مشرانو د ټولنې يوه غړې، ډيبرا سمت په دې اړه وايي: «د مړو د خښوولو او د جسدونو د سوځولو د ادارو کارکونکي او همدا راز تابوب جوړونکي کسان ټول اوس د يوه غير معمولي حالت سره مخامخ دي.« نوموړې زياتوي: «د دې دومره ډېرو انسانانو مړينه داسې يوه ضايع ده چې سړی یې نه شي درک کولی. زموږ د ادارو سره له کالونو راهيسې په کار بوخت کارکوونکي هم د انساني زغم وروستۍ کچې ته رسيدلي دي او سخت اغیزمن شوي دي.»

د مړو د ساتلو موقتي ځايونه هم ډک شوي

په تيره میلادي میاشت کې په بريتانيا کې د کرونا د مړو شمير هره ورځ تر زرو زيات وه او هره ورځ په زرونو نوي کسان په دې مرض اخته کیدل. هغه وخت حکومت د لندن په لويدیځ کې د يوه داسې موقتي تعمير د جوړولو پريکړه وکړه چې جسدونه پکې تر تدفين مخکې وساتل شي.

په دې ځای کې تر زرو زيات جسدونه په موقتي توګه ساتل کیدلی شول. خو اوس دغه ځای هم کم دی. پر دې سربیره په کينت کاونتي کې چارواکو د موټر د خرڅلاو او مستري خانو په يوه سيمه کې يو موقتي سالون جوړ کړی څو پکې مړي وساتل شي.

په لکونو جنازې

د نورو اروپايي هېوادونو په څير په بريتانيا کې هم دا روج عام دی چې اکثريت مسيحان د مړو د ښخولو پر ځای هغه سوځوي او بيا دغه ايره خارو ته سپارل کيږي. خو د دې کار له پاره «شمشان» يا د سيځلو ځایونه خو لکه د هديرو په هر ځای کې نه وي.

ډيبرا سمت په دې هکله وايي: «يو خو د کرونا د وبا له کبله ډېر زيات خلک مړه کيږي خو پر دې مرض سربيره د زوړوالي او يا د نورو ناروغتياو له کبله هم انسانان د معمول په څېر مړه کیږي. له دې کبله د مړو د تدفين مسلکي ادارې د ډېر زيات فشار سره مخامخ دي. تر دې هم د خواشينۍ ځای دا دی چې په اروپا کې په ژمي کې د انفلونزا او تبې او نورو علتونو له وجې د مړينو شمیر د دوبي په پرتله ډېر وي.» د بريتانيا په څير د اروپا په نورو برخو کې هم دمګړۍ د ژمي موسم دی چې د کرونا وبا هم ورسره مل ده. دا دواړه عوامل په پرله پسې توګه د انسانانو د مړينې باعث کيږي. له دې کبله که يو اړخ ته لا په زرونه جسدونه خاورو ته سپارل کيدو ته منتظر دي نو بله اړخ ته د ټولنیز ژوند پر څېره د غم، خواشينۍ او وير نښې ډېرې ژورې دي.

ب. ص/ ا. و. ا (ډي پي ای)