1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهبوسنیا هرزگوینا

د سربریننتسا ډليزه وژنه: هالنډ ۲۷ کاله وروسته بخښنه وغوښته

۱۴۰۱ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د اته زره مسلمان سړو او هلکانو د وژنې پيښې د اووه ویشتم تلین پر مهال هالنډ د قربانیانو له کورنیو څخه د دې له امله بخښنه غوښتې ده چې هالنډي سوله ساتي واحدونه د نسل وژنې د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي ول.

https://p.dw.com/p/4DzTF
Jahrestag Massaker Srebrenica
انځور: Armin Durgut/AP/picture alliance

هالنډ د دوشنبې په ورځ په سربرینتسا کې د ډليزه وژنې پر مهال د هالنډي سوله ساتو ځواکونو د چلند له کبله ژوره بخښنه غوښتې ده. ۲۷ کاله مخکې بوسنیايي سرب ځواکونو په یوه بی معنا برید کې نږدې ۸۰۰۰ بوسنیایي مسلمانان په بی رحمانه ډول ووژل.

د ۱۹۹۵م کال له قتل عام وروسته د لومړي ځل له پاره د هالنډ د دفاع وزیر کاجسا اولونګرین، د دغو وژنو په مخنیوي کې د هالنډ سوله ساتو ځواکونو د ناکامۍ له امله له ژوندي پاتې شویو کسانو څخه بخښنه غوښتې ده.

په پوټوکاري کې د یوې غونډې پر مهال اولونګرین وویل: «نړیواله ټولنه د سربرینتسا خلکو ته د مناسب محافظت ورکولو په برخه کې ناکامه شوې وه. کوم وضعیت چې د دې ناکامۍ سبب شوی دی، د هغې مسئولیت د هالنډ حکومت ته ورګرځي او له دې امله مونږ خپل معذرت وړاندې کوو.» 

په سربرینتسا کې څه پيښ شوي و؟

په ۱۹۹۰ م لسیزه کې د سربرینتسا ډليزه وژنې د بالکان د جنګونو وروستی پړاو و. د بوسنیا سربي ځواکونو د سربرینتسا په سیمه کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې زون تر خپل کنترول لاندې راوست او ۸۰۰۰ مسلمان سړي او هلکان یي قتل عام کړل او د هغوي مړي ډله ایزو قبرونو ته غورځول شوي ول.

د دې امن زون د محافظت مسئولیت د هالنډي ځواکونو په لاس کې و، خو د وژنو په مخنوي کې د ناکامۍ له کبله هغه وخت هم سوله ساتي ځواکونه، د هالنډ حکومت او ملګري ملتونه تر سخت انتقاد لاندې راغلي ول. د پخوانۍ یوګوسلاویا له پاره یوې نړیوالې جنایي محکمې دغه ډله ایزه وژنه نسل وژنه بللې وه. دا د هغې جګړې تر ټولو ناوړه پيښه وه، چې په مجموعي ډول په کې نږدې ۱۰۰۰۰۰ تنه وژل شوي ول.

د هالنډ حکومت له سوله ساتې واحدونو څخه هم بخښنه غوښتې ده

هالنډي محکومو لا دمخه دا پریکړه اورولې وه چې په سربرینتسا کې چې هر څه شوي دي، هالنډ یي هم په جزوي ډول مسئول و او ژوندي پاتې شوو ته غرامه هم ورکړل شوې وه.

په دې موقع اولنګرین، ژوندي پاتې شویو کسانو ته وویل: «د ۱۹۹۵م کال پيښو ژور بشري مصیبتونه وزیږول چې تر نن ورځې پورې احساسیږي. مونږ تاسې له دې تکلیف څخه نه شو ژغورلی، خو دا کار کولی شو چې تاریخ ته په نظر اچولو سره دا وګورو.»

تیره میاشت د هالنډ لومړي وزیر مارک رټ هم د لسګونو هالنډي پوځیانو سره د حکومتي چلند له کبله هم بخښنه غوښتې وه، کوم چې په ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵م کالونو کې د بوسنیا د جنګ پر مهال د سربرینتسا انکلیو د دفاع له پاره استول شوي ول.

نوموړي پر دې خبرې اعتراف وکړ چې کوم یونټ یا پوځي واحد چې د بوسنیا ختیځ ته د امنیت ساتلو په خاطر هلته استول شوی و، د هغوي له پاره یو ناممکن کار و، ځکه هغوي په کافي اندازه تجهیزات نه درلودل.

د نسل وژنې په تلین کې نور قربانیان هم ښخ کړای شول

د جولای ۱۱ نیټه د دوشنبې ورځ د سربرینتسا د نسل وژنې د ۲۷ تلین د یاد تازه کولو له پاره په زرګونو کسان را ټول شوي ول. په دې ترڅ کې چې د کومو پنځوس تنو نویو قربانیانو پيژندنه شوې وه هغه په ډیر درناوي سره خاورو ته وسپارل شول.

د دې نسل وژنې د کومو قربانیانو پيژندنه چې کیږي د هغوي مړي هر کال د جولای په ۱۱ نیټه په ډله ایز ډول خاورو ته سپارل کیږي. په همدې ورځ د بوسنیایي سرب جنرال راتکو ملادچ پوځ د مسلمانانو پر دې کلي برید کړی و او په زرګونو مسلمانان یي وژلي و. ملادچ ته د جنګي جنایت په تور د عمري بند سزا اورول شوې وه چې اوس هم بندي دی. 

په بوسنیا هرزیګووینا کې د لادرکه کسانو اړوند یوه انیستیتوت په حواله په دې وروستیو کلونو کې د قتل عام له ځای څخه د قربانیانو د پاتې شونو او هډوکو موندنه نږدې ناممکنه شوې ده، په داسې حال کې چې اوس هم نږدې ۱۲۰۰ تنه لادرکه دي.

آژانسونه: ش.ن\ ا. و. ا