1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوريل د ا.ا. د ځانګړو قواوو د فعاليت چوکاټ اعلان کړ

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

د باندنيو چارو د سياست لپاره د اروپايي اتحاديې مسئول جوزيف بورېل اعلان کړی دی چي د اتحادیې د چټک غبرګون ځواکونو د فعاليت چوکاټ تعريف شوی دی.

https://p.dw.com/p/4JS8G
Straßburg | Josep Borell
جوزيف بورېلانځور: Jean-Francois Badias/AP/picture alliance

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د دفاعي چارو وزيران به د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۱۵نېټه) غونډه ولري. د دغې اتحاديې د باندنيو چارو مسئول جوزيف بورېل ويلي دي چي په دغه غونډه کي به د دفاعي چارو وزيران هغه سيناريو او تناظرونه تعريف او منظور کړي چي په ترڅ کي به يې د دغې اتحاديې د چټک غبرګون قواوي فعاليت وکولای شي. بورېل دا څرګندونې و «وېلټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼي ته کړي دي. زياته شوې چي په دې تړاو مسوده جوړه شوې ده.

د بورېل په وينا د چټک غبرګون د ځانګړو قواوو لومړۍ سيناريو به د «ژغورنې او تخليه کولو د ماموريت» پلي کول او دويمه سيناريو به د «ټيکاو رامنځته کوونکي ماموريت» پېلول وي.

که روسيه اټومي وسلې وکاروي څه به کيږي؟

بورېل ويلي دي چي ياده سيناريو به په دې کي مرسته وکړي چي د چټک غبرګون لپاره پلان شوي اروپايي قوتونه او مقاصد يې لا نور هم دقيق تعريف شي. د هغه په وينا دا به په دې کي هم مرسته وکړي چي دغه قواوي د ۲۰۲۳ کال په منځ کي خپل لومړي نظامي تمرينات تر سره کړي. د «وېلټ ام زونټاګ» د راپور له مخي آلمان په بروکسل کي و ځانګړي جرګې ته وړانديز کړی دی چي په ۲۰۲۵ کال د دغو ځانګړو قوتونو په رامنځته کېدلو سره لومړی غړی هيواد وي چي د دغو قواوو مشري په غاړه ولري. خو دا چي ايا د آلمان دا وړانديز به ومنل شي که نه، لا تر اوسه روښانه نه ده.

د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي د ژغورني په ماموريت کي به تر ټولو مهمه موضوع دا وي چي اروپايي اتباع په اضطراري حالاتو کي له بحراني سيمو څخه تخليه کړل شي. د ديپلوماتيکو منابعو په حواله ليکل شوي دي چي هڅه به دا وي چي په افغانستان کي د بې پلانه تخليې ماموريت په شان ماموريتونه تکرار نشي.

د ټيکاو رامنځته کوونکي ماموريت مقصد به دا وي چي د اړتيا په صورت کي په ډېره چټکه او عاجله توګه د ټيکاو او سولي د ټينګښت لپاره قوي نظامي امکانات حاضر واوسي. يادي ورځپاڼي ليکلي دي چي دا ډول ماموريت په اوکراين او مالداويا کي له نني ليدلوري څخه ممکن دی. دا چي د پلان سوو دغو ۵۰۰۰ پرسونال لرونکي قوې مصارف به څنګه پوره کيږي، د راپور له مخي ورباندي بحثونه ادامه لري. زياته شوې چي زياته برخه به د اروپايي اتحاديې له خوا د اروپا د سولې صندوق په نوم

د بحراني ماموريتونو له يوې ځانګړې بودجې څخه تمويل شي.

آ./ا.ا./ن.ص.