کابل کې چاودنې پنځه کسان وژلي
۱۳۹۹ دی ۲, سهشنبهد آلمان خبري آژانس د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له قوله لیکلي دي چې د ډاکټرانو په یوه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم د کابل اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودلی دی. موټر د څرخي پله زندان د ډاکټرانو وو. ځینې داسې رپوټونه هم شته چې په دغه ډله کې ډاکټرانې هم شاملي دي.
د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې د ختمیدو په موخه د سولې پر پېل شوو خبرو اترو سربیره، د هیواد په ځينو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده. په وروستیو ورځو کې د کابل اوسیدونکي سهار مهال د بمي چاودنو، ترور يا توغنديو شاهدان ول.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغانې مذاکراتو د پرانیستغونډې څه دپاسه درې میاشتې اوړي خو په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. که څه هم دواړه لوري د لومړیو پرمختګونو یادونه کوي. دواړه لوري د سولې د مذاکراتو پر طرز العمل باندې راضي شوي دي چې تر درې اونۍ وقفې وروسته ښایي د جنورۍ پر پنځمه نېټه پېل شي.