1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر پښتونخوا کې د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوزول شوی

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

د خيبر پښتونخوا امنيتي چارواکو ويلي دي چې دغه ښوونځی چې د شپې له خوا په بمونو الوزول شوی دی، پکې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/40iH2
Pakistan Peschawar | 5. Jahrestag Terroranschlag von Peschawar 2014 | Girls Shaheer Shaheed School
آرشيف انځورانځور: DW/M. Shah

په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په شمال لويدیځ کې د نجونو دغه مرکز په نخښه کيږي.

پېښه د چهار شنبه په ماښام په ټانک سيمه کې چې د جنوبي وزيرستان سره شريکه پوله لري، رامنځته شوې ده.

يوه سيمه ایز چارواکي مجيب الله د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې چاودنې د ټولګيو ديوالونه قسماً نړولي دي. هغه زياته کړه چې په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم خبر نه دی ورکړل شوی. مجيب الله وويل چې تر اوسه په دې تړاو څوک نیول شوي هم نه دي.

تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه دی منلې، خو په تيرو وختونو کې په پاکستان د پاکستان تحريک طالبان ډلې د نجونو په سونه ښوونځي ويجاړ کړي دي. په ۲۰۱۴م کال کې پوځ د دغي ډلې پر ضد پراخه عمليات پېل کړل.

په ۲۰۱۲م کال کې د سولې د نوبل جایزې پر ګټوونکې ملاله يوسفزۍ هم د بريد پړه پاکستاني طالبانو منلې وه. تر دې دوه کاله وروسته يعني په ۲۰۱۴م کال کې بيا د پيښور پر پوځي ښوونځي د بريد مسئوليت هم د پاکستان تحريک طالبان ډلې ومانه چې څه نا څه ۱۵۰ کسان چې زياتره یې ماشومان ول، پکې ووژل شول.

په ټانک سيمه کې دا تازه بريد په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو څو اونۍ وروسته ترسره شوی، يو پرمختګ چې د شنونکو په آند د پاکستان وسله وال یې هم هڅولي دي. افغان طالبانو هم تر اوسه لا د لوړو صنفونو نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو له خوا د کابل له نيولو راهیسې په پاکستان کې پر امنيتي ځواکونو هم بريدونه ډېر شوي دي. يوازې په اګست مياشت کې د يوه ځانمرګي بريد په ګډون يو شمير بمی چاودنې او د کمين نيولو پېښې رامنځته شوې وې.

ب. ص/ ن. ز (dpa)