1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د امريکا او پاکستان لومړۍ خبرې اترې

۱۴۰۰ مهر ۲, جمعه

انتوني بلينکن د خپل پاکستاني سیال سره تر خبرو وروسته ويلي دي چې نړۍ پر طالبانو د فشار اچولو له پاره متحده ده. خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ويلي چې نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د منزوي کولو سهوه تکرار نه کړي.

https://p.dw.com/p/40mey
Deutschland | PK | Treffen US-Außenminister Antony Blinken mit Heiko Maas
انځور: Michael Probst/AP Photo/picture alliance

په نيويارک کې د ملګرو د ۷۶مې عمومي اسامبلۍ په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پنجشنبې په ورځ له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قریشي سره وکتل. ویل کيږي چې له افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو په اړه د پاکستان د مشرتابه سره دا د امريکا لومړۍ مفصلې خبرې وې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د انترنت پاڼې په حواله د بلينکن او قريشي په دې يو ساعته ليدنه کتنه کې که څه هم چې پر دوه اړخیزه چارو هم خبرې وشوې خو د خبرو اصلي موضوع افغانستان او طالبان ول.

بلينکن څه وويل؟

له خپل پاکستاني سيال سره تر ملاقات وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې هغه ډاډه دی چې پر طالبانو د فشار واردولو له پاره نړۍ سره متحده ده. تر دې څرګندونو دمخه بلينکن د چين او روسیې د بهرنيو چارو له وزیرانو سره چې اوس د طالبانو نزدې متحد ګڼل کیږي، هم خبرې اترې کړې وې.د بريتانيا او فرانسې له بهرنيو چارو وزيرانو سره نوموړي لا دمخه د طالبانو په هکله خبرې اترې کړې وې.

نوموړي خبريالانو ته وويل چې له يو شمير مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته هغه دې نتیجې ته رسېدلی دی چې د طالبانو په اړه د ټولو دريځ يو دی. هغه وويل: «زما په آند د دريځ له پلوه او هم د موخو له پلوه د ټولو ترمنځ مضبوط اتحاد شته.»

انتوني بلينکن زياته کړه: «طالبان وايي چې هغوی مشروعيت غواړي او د نړيوالې ټولنې مرستې ته هم اړتيا لري. خو دا چې له نړيوالې ټولنې سره به د دوی اړيکي څه ډول وي، د هغوی [طالبانو] په کړنو پورې اړه لري.»

USA UN Shah Mahmood Qureshi in New York
انځور: Pakistan mission USA

بلينکن په دې ترڅ کې يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې طالبان هغه خلکو ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د وتلو اجازه بايد ورکړي. هغه همدا راز زياته کړه چې طالبان بايد د ښځو، ماشومانو او اقليتونو حقونو ته درناوې وکړي او همدا راز د القاعدې په څېر ډلو ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ور نه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله انتوني بلينکن له شاه محمود قريشي سره د خبرو په ترڅ کې «د سفارتي اړيکو پر همغږه کولو ټینګار هم وکړ.»

له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار

پاکستان ټينګار کوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د جاري ساتلو ترڅنګ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ هم آزادې شي. له امريکايي سیال سره په خبرو کې قريشي يو ځل بيا وويل چې په افغانستان کې هر اړخیز سياسي جوړ جاړي ته د رسېدو له پاره پر خپله ژمنه ولاړ دی.

قريشي وویل چې طالبانو چې کومې ژمنې کړي دي د هغې د عملي کولو له پاره اړينه ده چې نړيواله ټولنه ورسره مذاکرات جاري وساتي. هغه زياته کړه: «نړۍ د افغانستان د منزوي کولو خپله غلطي بايد تکرار نه کړي.»

نوموړي د تويتر له لارې ويلي چې انتوني بلينکن سره يې د ملاقات په ترڅ کې له امريکا سره د خپل منځي اړيکو په تړاو خبرې وکړې او «د تجارت، پانګونې، انرژۍ او سيمه ایزو اړيکو پر موضوعګانو مو ډېر تمرکز وکړ.»

ب. ص/ ن.ز (afp)