1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې يوې جنګي الوتکې په تېروتنه کې خپل ښار ويشتلی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعه

د رسنيو د راپورونو له مخې د روسيې له يوې جنګي الوتکي څخه د روسيې پر يوه ښار بم لوېدلی او چاودنه رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4QNuT
Russland | Explosion in Belgorod durch russische Fliegerbombe
د راپورونو پر اساس چاودنه ډېره درنه وهانځور: Pavel Kolyadin/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې دولتي خبري آژانس تاس د دغې پېښي په تړاو راپور ورکړی دی. ويل شوي دي چې بم د بېلګورود پر ښار لوېدلی دی کوم چې د اوکراين سره پر سرحد پروت دی. د خبر له مخي دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت ماخستن ۱۰:۱۵ بجو رامنځته شوه.


ياد آژانس د روسيې د دفاع وزارت په حواله ويلي دي چې دغه توغندۍ په غير قصدي توگه له الوتکي لوېدلی دی. ويل شوي دي: «کله چې سوخوی اس يو ۳۴ ډوله الوتکه د بېلګورود ښار په فضا کې په هوا وه، نو يې په تېروتنه کې بم ولوېد.»

د بېلګورود والي، وياچيسلاو ګلادکوف د تليګرام له لارې خبر ورکړی دی چې د دغه ښار پر يوه مرکزي سړک باندې د توغندي لګېدنې وروسته يو شل متر پراخ درز رامنځته شوی دی.

زياته شوې ده چې په دغه پېښه کې دوې مېرمنې ژوبل شوي هم دي او څلورو کورونو ته زیات اوښتی دی.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چې د دغې پيښي تحقيقات يې پېل کړي دي.

آ./ا.ا./ن.ز.