1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيربوک: د افغانانو د بشري حقونو له دفاع څخه لاس نه اخلو

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیري په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل. په دې کتنه کې مېرمن بيربوک د افغانانو د بشري حقونو پر دفاع باندې ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4VaOk
Deutschland, Berlin | Bundesaußenministerin Annalena Baerbock
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ سره د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې انالينا بيربوک د لیدنې خبر ورکړی دی.
د المان د بهرنیو چارو وزارت د  X پر پاڼې (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې په دې کتنه کې دوی د افغانستان پر روان وضعیتاو د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وکړلې.
د ټویټر په دې پوسټ کې د انالينا بيربوک له قوله راغلي: «په افغانستان کې له خلکو سره زموږ پیوستون نه دی ختم سوی. موږ به د دوی د بشري حقونو د دفاع څخه لا وا نخلو.» 


ریچارډ بینیټ هم پرخپل x  (پخواني ټویټر) په پاڼه کې لیکلي، د افغانستان له خلکو سره د المان د مرستې هرکلی کوي: «دا د خوښۍ وړ وه چې د بهرنیو چارو وزیري بیربوک سره مې وکتل او په افغانستان کې د بشري حقونو پر مهمو مسلو مو خبرې وکړې، هغې د بهرنۍ پالیسۍ په ګډون چې د بشري حقونو د سرغړونو له پاره د حساب ورکونې پر اړتیا ټینګار کوي خبري وکړی.»
د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کې دملګرو ملتونو ځانګړياستازي چې څو ځلې دغه هېواد ته سفر کړی، تل یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.
ریچارډ بینیټ په خپل یوه راپور کې « د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د زیاتوالي»  په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

ص.ذ/ن.ز