1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

بایدن د افغانستان سره د کومک وعده وکړه

۱۴۰۰ تیر ۵, شنبه

د امریکا جمهوررییس، جوبایدن د افغانستان جمهور رییس اشرف غني ته د دغه هیواد څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته هم د کومک وعده ورکړه او ویې ویل چي پدې سره د امریکا او افغانستان همکاري پای ته نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/3vamv
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس، جوبایدن پرون جمعه د غني سره د دغه ملاقات پر وخت همدارنګه وویل چي «زموږ ځواکونه به د افغانستان څخه ووځي، خو ددغه هیواد څخه یې ملاتړ پای ته نه رسیږي.» په عین حال کي بایدن واضح کړه، چي غني دي د امریکايي قواوو په وتلو کي د ځنډ امیدواري نه کوي.

بایدن اضافه کړه، چي د « افغانستان خلک باید خپل سرنوشت پخپله پلاس کي واخلي.» د امریکا متحده ایالات او د هغه ناټو متحدین یې غواړي د همدي راتلونکي سپټمبر میاشتي تر ۱۱ پوري خپلي ټولي قواوي د افغانستان څخه راوباسي خو کیدلای سي د هغوی د وتلو پروسه وختي هم تکمیله سي.

د افغانستان څخه د امریکا او ناټو قواوو وتلو دا تشویش راپیدا کړی دی، چي کیدلای سي طالبان په دغه هیواد کي بیا قدرت تر لاسه کړي. طالبان په اوس وخت کي د دغه هیواد په ځینو برخو کي د پرمختګ په حال کي دي.

د بلي خوا د طالبانو او کابل د حکومت تر منځ د سولي خبري د میاشتو راهیسي متوقفي دي. بایدن که څه هم په افغانستان کي د «بې معنی تشدد ختمیدل وغوښتل، خو په عین حال کي یې ومنله، چي دا به «ډیره سخته سي.»

USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP

اشرف غني د بایدن دا تصمیم چي د افغانستان څخه خپلي قواوي باسي، یو« تاریخي تصمیم» وباله. هغه د دغه ملاقات پر وخت همدارنګه وویل، چي دې تصمیم هر یو دې متوجه کړ چي هر څه د سره محاسبه کړي او غور پر وکړي.» غني اضافه کړه، چي «موږ ددې د پاره دلته راغلي یو، چي دغه تصمیم ومنو او ملاتړ ورڅخه وکړو.»

د خارجي قواوو د وتلو راهیسي طالبانو په افغانستان کې څو غټ عملیاتو پر لاري اچولي دي او وايي، چي په ټول هیواد کي یې ګڼ شمیر ولسوالۍ او سیمې نیولي دي. خو د افغانستان حکومت بیا د طالبانو دغه ادعاوي ردوي. مګر د دواړو خواوو د ادعاوو د ارزیابۍ بې طرفه منابع چنداني وجود نلري.

د بلي خوا بیا د امریکا استخباراتي اداره د هغوی د خپلو اټکلونو پراساس دې نتیجې ته رسیدلې ده، چي د خارجي قواوو تر وتلو وروسته کیدلای سي  طالبان په شپږو میاشتو کي پایتخت کابل ونیسي.

خو غني ټینګار وکړ، چي حکومتي قواوو یې یوازي پرون جمعه (د جون میاشتي ۲۵ مه) د هیواد په شمال او جنوب کي د طالبانو څخه شپږ ولسوالۍ بیرته نیولي او پدې سره یې د هغوی وروستي بریالیتوبونه د ناکامۍ سره مخامخ کړي دي. 

د جوبایدن سره په سپینه ماڼۍ کي ددغه ملاقات پروخت د غني تر څنګ د ملي مصالحې د شورأ رییس، عبدالله عبدالله هم برخه درلوده. د بایدن سره تر لیدو دمخه غني د امریکا ددفاع د وزیر، لوييد استین او د کانګرس د رییسي، نینسي پیلوسي سره هم کتلي وه.