1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: افغانان باید خپله جګړه پخپله پرمخ يوسي

۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي دي چې افغانستان اوس باید په خپله د طالبانو په مقابل کې وجنګیږي. بایدن دغه خبره داسې مهال کړې چې د امریکايي قواوو وتلو پروسه مخ په بشپړیدو ده او طالبان د پرمختک په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/3ypm1
USA Treffen zwischen US-Präsident Biden und den kubanischen Amerikanern im Weißen Haus
انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

بایدن د سه شنبې په ورځ وويل: «هغوی [افغانان] باید د خپل ځان  له پاره وجنګیږي، د خپل ملت له پاره وجنګیږي.»

د آلمان خبري آژانس له واشنګټن څخه لیکلي چې بايدن وويل چې د افغانستان حکومت امنيتي ځواکونه هم د شمير او هم د ځواک له پلوه پر طالبانو قوي دي . هغه زياته کړه: »خو هغوی [افغان ځواکونه] بايد د جنګيدو اراده ولري.«

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د اتم ولايت د نيولو ادعاوې کیږي.

جو بايډن په افغانستان کي د امنیتي وضعیت پر خرابیدو سربیره بیا هم له دغه هیواد څخه د امریکایی ځواکونو له وتلو څخه دفاع کوي. 

په دې ترڅ کي طالبانو د بغلان په نیولو سره اتم ولایت هم په ډیر لږ وخت کي ترخپل کنترول لاندې راوسته. واشنگټن پوست ته یوه کارپوه چي له نوي پوځي حالت سره آشنا دی، ویلي چي دا هر څه پر غلط لور روان دي.

جو بایدن د سه شنبه په ورځ له لیري څخه له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چي سره یوځای سي . هغه په واضح ډول وویل چي :»زما په فکر هغوی اوس کرار کرارپه دې پوهیږي چي د دولت په سیاسي رهبرۍ کي باید سره یوځای سي.«

بایدن ژمنه وکړه چي امریکا متحده ایالات به بیا هم له افغان امنیتي ځواکونو څخه هم له مالي او هم له نظامي لحاظه ملاتړ وکړي. هغه ته هره ورځ له حالاتو څخه خبرورکول کیږي.

ولسمشر د امریکایی ځواکونو پلان سوي وتلو ته په کتو سره زیاته کړه: »خو زه بیا هم پرخپلي پریکړي پښیمانه نه یم.«

په دې ترڅ کي ددغو ځواکونو وتل ۹۵ سلنه بشپړ سوي دي.همدارنگه آلماني او د ناټو نورو سرتیرو هم افغانستان پری ایښی دی.

د می په سر کي د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د پیل راهیسي طالبان د ډیرو سیمو پر نیولو بریالي سوي. طالبانو له ۱۹۹۶ م څخه بیا په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا تر مشرې لاندي د ناټو تر مداخلې وروسته ټول افغانستان تر خپل کنترول لاندي درلود.

»کابل به ډیر ژر سقوط وکړي«

د یوې ورځپاڼي د رپوټ له مخي، په افغانستان کي د وسله والو طالبانو چټک پرمختگ ته په کتو سره، ښایي پلازمینه کابل هم تر هغه لا ژر د طالبانو په لاس کي ولویږي، لکه څنگه چي یې امریکا متحده ایالاتو گومان کاوه.

د واشنگټن پوست ورځپاڼي د سه شنبه په ورځ د امریکا په استخباراتو کي د یوې سرچیني په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل سوی، رپوټ ورکړی چي د کابل نیول ښایي د ۳۰ تر  ۹۰ ورځو په ترڅ کي ترسره سي.

د جون په میاشت کي لا د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو کارکوونکو دا اټکل کړی وو چي کابل به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د شپږو او ۱۲ میاشتو په ترڅ کي د طالبانو تر کنترول لاندي راوستل سي.

GP/BS/AG