1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: د امریکا د جګړې د ختمولو وخت رسیدلی

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

ولسمشر بایدن له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د «بې قيد و شرطه» وتلو اعلان وکړ. نوموړي وویل چې د ځواکونو اخراج به د مي په لومړۍ نیټه پېل او د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې بشپړ شي. 

https://p.dw.com/p/3s1nU
USA Coronavirus - Ansprache Joe Biden zur Covid-19 Impfung
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۱۴مه نیټه) په دې اړه د وينا په ترڅ کې وويل: «وخت را رسېدلی چې د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو.»

بايدن په سپينه ماڼه کې د خپلې وينا پر وخت وويل: «موږ د هغو وحشتناکو بريدونو له کبله چې شل تر مخه ترسره شوې وو، افغانستان ته ولاړو. او دا دې سبب نه شي ګرځيدلې چې موږ په ۲۰۲۱ کې هم په افغانستان کې پاته شو.» هغه وویل چې موږ بايد له طالبانو سره د جګړې پر ځای پر تازه چيلينجونو تمرکز وکړو. 

نوموړي زياته کړه: «زه څلورم ولسمشر يم چې په دوره کې یې امريکایي ځواکونه په افغانستان کې دي. دوه جمهوري غوښتونکي او دوه ديموکراتان، زه به يوه پنځم ولسمشر ته دا مسئوليت په میراث پرينږدم.»

جو بايدن وویل چې د ځواکونو اخراج به د مي په لومړۍ نیټه پېل او سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې بشپړه شي. 

هغه زياته کړه: «امريکايي عسکر، د ناټو هېوادونو ځواکونه او د نورو متحدينو عسکر به سپتمبر تر ۱۱ نیټې د مخه چې په امريکا کې د وحشتناک بريد د شلمې کليزه سره سمون لري، له افغانستان څخه وتلي وي.»

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۱۴مه نیټه) په دې اړه د وينا په ترڅ کې وويل: «وخت را رسېدلی چې د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو.»

نوموړي زياته کړه: «اوس د دې وخت دی چې امريکايي ځواکونه کور ته راستانه شي.» بايډن وويل چې د اخراج له پاره د «مناسبو شرائطو» د رامنځته کولو په موخه د عسکرو د حضور د مودې غځول نور ممکن نه دي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۱۴مه نیټه) په دې اړه د وينا په ترڅ کې وویل: «فکر وکړئ: موږ لس کاله مخکې د اسامه بن لادن په برخه کې عدالت وکړ، خو یوه لسیزه کیږي چې موږ لا هم په دې هیواد کې میشت یو.»

بایدن له دې سره روښانه کړه چې امریکا متحده ایالات افغانستان ته په دې خاطر خپل ځواکونه استولي وو چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې د برید مسوول اسامه بن لادن، ته د خپل عمل جزا ورکړي. هغه وویل چې د دې هدف له ترلاسه کولو سره، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پاتې کیدو دلایل نامعلومه شول. بایدن وویل: «له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې زموږ د پاتې کیدو دلایل په مخ په ډیریدونکي شکل نامعلومه شول. دا په داسې حال کې وو چې هغه ترهګریز ګواښ چې موږ یې پر وړاندې د مبارزې له پاره هلته تللي وو، خپله بڼه بدله کړه.»

د بایدن په خبره اوس د امریکا پر ضد ګواښونه د الشبات، اسلامي دولت او په سوریې او عراق کې د القاعدې په بڼه، بیلابیلو هیوادونو او سیمو ته غځیدلي دي. هغه وویل: «اوس چې د ترهګرۍ ګواښ په بیلابیلو سیمو کې خپور دي، په یوه هیواد کې د زرهاو ځواکونو ځای پر ځای او متمرکزول، نه شم درکولی.»

بایدن وویل چې د نورو په ګډون له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته ورسید چې دغه جګړه باید پای ته ورسیږي. بایدن وویل: «وخت را رسېدلی چې د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو.»

«غير نظامي حضور به ولرو»

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وويل: «که څه هم چې موږ به نور په افغانستان کې په نظامي توګه ښکيلتيا ونه لرو خو له دې هېواد سره به زموږ ديپلوماتیکې او بشري مرستې دوام ولري.»

نوموړي وويل چې متحده ایالات به د افغانستان له دولت، امنيتي ځواکونو او له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو ملاتړ ته دوام ورکړي.

امريکا: ناټو ځواکونه په گډه له افغانستانه وځي.

بايدن خپله دا پريکړه په رسمي توګه د چهار شنبې په ورځ تر ماسپښين وروسته په سپينه ماڼۍ کې اعلان کړه. که څه هم چې د سه شنبې په ورځ لا معلومه شوې وه چې امريکا متحده ایالات غواړي د سپتمبر تر ۱۱مې نيټې پورې چې په امريکا کې د سپتمبر د بريدونو د شلمې کليزې سره برابريږي، خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو په رسمي توګه بیا دغه موضوع د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
طالبانو د بايډن له دې پرېکړې سره مخالفت ښوولی دیانځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

د مګړۍ په افغانستان کې د ناټو هېوادونو او د امريکا د متحدينو لس زره عسکر میشت دي. دغه عسکر د افغان امنيتي ځواکونو په رزونه بوخت دي او همدا راز د افغانستان له ديموکراتيک دولت څخه حمايت کوی. همدا شان اوسمهال کابو زر تنه آلماني عسکر هم په افغانستان کې دي.

د طالبانو نارضايتي

وسله والو طالبانو په عين حال کې د امريکا متحده ایالاتو پر دې پريکړې نيوکې کړي دي او ویلي یې دي چې دغه هېواد به بايد د دوحې تړون ته ژمن پاته شي او د مي تر لومړۍ نیټې پورې دې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه څخه وباسي. دې ډلې ګواښ کړی دی چې د ټولو امريکايي ځواکونو تر وتلو پورې به نه هم په کوم نړيوال کنفرانس او نه هم د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

د کورنۍ جګړې احتمال

له افغانستان بې د قيد او شرطه وتلو د امريکا او د هغه د متحدينو پريکړې، په افغانستان او همدا راز په نړيواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا دا پريکړه ناسمه بللې ده او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو خطر موجود دی.

امریکا د افغانستان په جګړه کې څومره پیسې مصرف کړي؟

د افغانستان حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه کومې څرګندونې نه دي کړي خو د پارلمان مشر د ناټو د ځواکونو د اخراج په برخه کې له «بیړۍ» په کار اخيستو نیوکي کړي دي او ویلي يې دي چې دا ګام ښايي يوه ورځ په يوه بله کورنۍ جګړه کې د دې هېواد د ښکيلدو باعث وګرځي.