1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بايدن په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاتيدو ته چمتو دی»

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

داسې ښکاري چې بايډن چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموريت موده تمديد کړي. په دې توګه به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال ويش چې د امريکا او طالبانو د هوکړې پر اساس ټاکل شوی وو، ښايي لغوه شي.

https://p.dw.com/p/3riww
USA Präsident Joe Biden
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د عسکرو منظم اخراج داسې یوه پروسه ده چې ډېر وخت ته اړتيا او دغه وخت اوس د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن نه لري. نوموړی هغه ضرالاجل ته ډېر نږدې دی چې اوس په دې اړه نه پريکړه د يوه تصميم په معنا ده او دا چې لږ تر لږه د پاتو ۲۵۰۰ عسکرو را ايستل تر څو مياشتو وځنډيږي.

بايدن تېره مياشت ويلي ول چې په راتلوونکو دريو اوونيو کې د ټولو ځواکونو او تجهیزاتو را ايستل له منطقي نظره مشکل کار دی.

هغه ويلي ول: «د مي د لومړۍ نیټې ضرب الاجل پر ځای کول سخته ده.» نوموړي زياته کړې وه: «د ځينو دلايلو پر اساس هم د دغه ځواکونو را ایستل سخت دي. که موږ وځو نو په خوندي او منظمه توګه بايد ووځو.»

اړونده موضوع: له افغانستانه د بیړني وتو په اړه د امریکایي استخباراتو خبرداری

د امريکايي پوځ متقاعد امیر البحر جيمز ستاويدس چې د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د ناټو يو لوړ پوړی چارواکی وو، وويل چې اوس به له عجلې کار اخيستل بې عقلي وي.

نوموړي د چهار شنبې په ورځ اسوشيتد پریس خبري آژانس ته په استول شوي بريښنا ليک کې ويلي: «ځيني وخت پريکړه نه کول، پر يوې پريکړې بدليږي چې دا د می د لومړۍ نیټې پر ضرب الاجل صدق کوي.»

هغه زياته کړې: «محتاطانه چلن به د عسکرو د پاتيدو مودې د شپږو مياشتو له پاره غځول وي څو طالبان خپلې ژمنې په رښتيا پر ځای کړي.»

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
په ۲۰۲۰م کال کې د طالبانو او امريکا ترمنځ توافقنامه لاسليک شوهانځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

پر بايدن باندې له ډېرو اړخونو څخه فشارونه دي. هغه له کلونو راهيسې ټینګار کاوه چې د افغانستان ستونزي ته به د ترهګرۍ ضد يوه کوچني ماموريت په ترڅ کې ځواب ويل ښه وي او له چين او روسیې سره بايد مقابله لومړيتوب ولري.

د پوځي چارواکو خبرداري

بل لوري ته پخواني او اوسني پوځي مشران په دې آند دي چې په اوس وخت کې وتل چې طالبان په نسبتاً قوي موقف کې دي او افغان حکومت په يوه حساس وضعيت کې دی، کیدای شي د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان د مطالعاتو انستيويت چې د امريکا د کانګرس د دواړو ګوندونو د کارپوهانو يوه ډله ده، په فيبروۍ میاشت کې په خپل يوه رپوټ کې ويلي ول: «د عسکرو را ايستل به امريکا نه يوازې د ترهګرۍ د ګواښونو له پلوه زيان منونکي کړي، بلکې پر افغانستان او سيمه به هم ناوړه اغیزې ولري چې پرته له طالبانو به ترې بل څوک ګټه پورته نه کړي.»

د جنرال جوزف دانفورد په مشرتوب دې ډلې جو بايدن ته وړاندیز کړی دی چې د می میاشتي ضرالاجل بايد تمديد کړي.

اړونده موضوع: بایدن غواړي د عسکرو د پاتېدو په اړه له طالبانو سره خبري وکړي

خو که چېرې امريکايي عسکر پاتيږي نو د افغانستان د جګړې دوام به د جو بايدن په نوم تمام شي. د هغه پريکړه به اوس او همدا راز په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې په ۲۰۰۱م کال کې د سپتمبر د يولسمې نیټې په ځواب کې د امريکايي ځواکونو د بريدونو مسير ټاکونکې وي.

بايدن په ۲۰۲۰م کال کې د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې ويلي ول چې که وټاکل شو نو په افغانستان کې به ترهګرۍ ضد ځواک پريږدي خو په عين وخت کې به دغه «جګړه په مسئولانه» توګه پای ته ورسوي. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پېل شوې خبرې چې اوس په ټپه ولاړې دي، يوه ښه اميدواري وه خو اوس پکې پرمختګ نه ليدل کیږي.

له افغانستانه د امريکايي عسکرو اخراج ځنډول د جګړې د پراختيا خطر له ځانه سره لري ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فيبرورۍ میاشت د هوکړې پر اساس پر امريکايي او ناټو ځواکونو خپل بريدونه درولي دي خو برعکس پر افغان امنيتي ځواکونو او دولتي تاسيساتو یې بريدونه زيات شوي دي چې دا کار د ملکي تلفاتو د زياتېدو سبب شوی.

همد راز طالبانو په څو ځلي دا ګواښ هم کړی دی چې که چېرې امريکا د خپلو عسکرو د ايستلو پريکړه پر ځای نه کړي نو دوی به يو ځل بيا په بريدونو لاس پورې کړي.

زموږ له آرشيف څخه:

هدفي وژنې او د خبریالانو مخ پر زیاتیدونکې اندیښنې