1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کې د ناټو غونډه؛ اوکراين يو ځل بيا وسلې وغوښتې

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

د لوېديځ مشران په بروکسل کې د ناټو، اروپايي اتحادیې او جي اووه د غونډو په ترسره کولو سره پر اوکراين د روسیې د يرغل پر ضد خپل يووالی ښکاره کوي. د اوکراين ولسمشر د ناټو غونډې ته په وينا کې يو ځل بيا د وسلو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/48zan
Stockholm | Präsident Wolodymyr Selenskyj vor dem schwedischen Parlament
انځور: Paul Wennerholm/TT News Agency/AP/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په بروکسل کې د ناټو، اروپايي اتحادیې او جي اووه هيوادونو پر غونډه غږ وکړ چې له کيف سره د روسیې د يرغل پر ضد جګړه کې مرسته وکړي. د نوموړي په خبره دغه يرغل د زرونو کسانو د وژل کیدو باعث شوی او د ۴۴ میليونه اوکرايني وګړو څلورمه برخه یې د خپلو کورنو پريښودو ته مجبوره کړې ده.

په دې ترڅ کې د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د ناټو په مقر کې د خپل ائتلاف راټولو شويو مشرانو ته په وينا کې وويل: «موږ پر روسیه د دې بې رحمه جګړې د پای له پاره د فشار اچولو دوام ته ژمن يو.«

نوموړي زياته کړه: «موږ به له اوکراین سره د متحدينو پر ملاتړ هم وغږيږو. موږ به د اوس او همدا راز د راتلونکي کلونو له پاره د ناټو د پياوړي کولو پر هڅو هم بحث وکړو.»

يوه امريکا چارواکي وويل چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د بندو دروازو تر شا ترسره کیدونکي دغي غونډې ته وويل چې هغه د ناټو ختيځې څنډې ته د لا زياتو عسکرو د ليږد پلوی دی. دغه چارواکي زياته کړه چې امريکا پر دې کار کوي چې له اوکراين سره د بيړيو ضد توغنديو مرسته وکړي.

خو ناټو په څو ځلي د کيف هغه غوښتنه رد کړې ده چې د روسیې د هوایي بريدونو په مقابل کې د اوکراين دفاع وکړي او د اوکراين قلمرو پر روسیې بند کړي. زیلنسکي چې د ويديو له لارې یې په دغه کنفرانس کې ګډون درلود شکايت وکړ چې لوېديځ یې هيواد ته ټانکونه او يا عصري دافع هوا سيسټمونه نه دي ورکړي.

ستولتنبیرګ چې د ناټو د عمومي مشر په توګه یې د دندې موده د ۲۰۲۳م کال تر سپتمبر میاشتې پورې وغځول شوه، همدا راز ټينګار وکړ چې ناټو به اوکراين ته هيڅ عسکر او الوتکې ونه ليږدوي.

ولاديمير زيلنسکي دې غونډې ته وويل: «ناټو باید اوس وښيي چې دغه ائتلاف د خلکو د ژغورنې له پاره څه کولی شي.» هغه زياته کړه چې ولسمشر پوتین غواړي په ختیځ کې د ناټو پر پرتو غړيو پولند او د بالتیک پر هيوادونو هم بريد وکړي.

Belgien | Nato-Sondergipfel zum Ukraine-Konflikt
د ناټو د عمومي منشي ستولتنبرګ د کار موده د ۲۰۲۳م تر سپتمبر وغځول شوه.انځور: Benoit Doppagne/BELGA/dpa/picture alliance

ناټو په دې منځ کې پر خپلو ختيځو سرحدونو د عسکرو حضور پياوړی کړی دی او له باليتک څخه نيولې تر تورې بحيرې پورې یې د کابو ۴۰ زرو عسکرو د ځای پر ځای کولو پريکړه کړې ده. د دې غونډې په ترڅ کې پر دې توافق وشو چې څلور نوې جنګي قطعې په بلغاريا، رومانيا، هنګري او سلواکيا کې مستقرې شي.

بندیزونه او انرژي

د ناټو د يوه چارواکي د اټکلونو پر اساس تر اوسه په اوکراين کې تر ۱۵۰۰۰ زيات روسي عسکر وژل شوي دي. په ټوله کې د وژل شويو، ټپيانو، بندي شويو او لادرکه شويو روسي عسکرو شمير تر ۴۰ زرو لوړ دی.

له یوې مياشتې راهيسې پر ځمکه، هوا او د سمندر له لارې ترسره شويو بريدونو په ترڅ کې د اوکراين د خارکیف او ماريپول ښار په ګډون چې محاصره دی، د استوګنې سيمې، ښوونځي او روغتونونه په نخښه شوي دي. خو روسیه د ملکيانو د په نخښه کولو خبره ردوي.

بريتانيا د پنجشنبې په ورځ د روسیې پر بانکونو چې ګازپروم بانک او الفا بانک هم پکې شامل دي، د بندیزونو اعلان کړی دی. همدا راز پر يوه ښځه چې ويل شوي بريتانيا د پوتین د بهرنیو چارو د وزير سرګې لاوروف پرکټۍ ده، هم بندیزونه لګولي دي.

د بریتانيا لومړي وزير بورس جانسن وويل: «پوتین په بې رحمۍ کې لا دمخه له سرو کرښو اوښتی دی.» هغه زياته کړه: «څومره چې زموږ بندیزونه سخت وي...هومره به موږ وکولای شو له اوکراين سره مرسته وکړو...او دا څه [جګړه] به په چټکۍ سره پای ومومي.»

مسکو ته د سختې سزا د ورکړې ژمنيتا د اوو پرمختللو اقتصادي قدرتونو له بېړنۍ ناستې څخه هم څرګنديږي، چې د ناټو شپږ غړي او جاپان یې په ترڅ کې سره راټوليږي. همدا راز د اروپايي اتحادیې د ۲۷ هيوادونو غونډه هم په همدې ورځ ترسره کيږي.

د استونيا لومړي وزير کایا کالس وويل: «د پوتين د جګړې ماشين باید له کاره وغورځول شي. تېل او ګاز [ د دغه ماشين] زړه دی.» نوموړي زياته کړه: «موږ بايد يو دريم ځانګړی بانکی حساب رامنځته کړو څو پرې د هغو عوايدو مخه ونيسو چې جګړه تمويلوي.»

اروپايي اتحاديه چې وايي د جګړې له پېل راهيسې یې کابو ۳،۶ میلیونه اوکرايني مهاجر منلي دي، تر اوسه یې د روسیې پر انرژۍ انحصار لا ډېر دی. د انرژۍ برخه تر اوسه تر ډېره له بندیزونو خوندي ده او دا د هغو اقداماتو په ترڅ کې يوه لويه تشه ده چې په بل صورت کې به روسيه له نړيوال بازار څخه منزوي کړې وای.

تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې مشران به په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې په شريکه د ګازو په رانيولو سلا شي او د ناټو غړي هيوادونه هم تمه لري چې د راتلونکو دوو ژميو له پاره به له بايدن سره د اضافي مايع ګازو پر ورکړه يوه جوړجاړي ته ورسيږي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: