1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

جو بایدن په يوه ناڅاپي سفر کيف ته رسېدلی

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه د اوکراين پلازمينې کيف ته رسېدلی دی. دا سفر پر اوکراين د روسیې د يرغل د لومړۍ کليزې په درشل کې ترسره شوی.

https://p.dw.com/p/4NjpF
ولسمشر جو بایدن په کيف کې له ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره کتلي
ولسمشر جو بایدن په کيف کې له ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره د کتنې پر مهالانځور: Ukrainian Presidential Press Service/via REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د ژورناليستانو په حواله نوموړي پر اوکراين د روسیې د یرغل له پېليدو راهېسې کيف ته په خپل دې لومړي سفر کې د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره کتلي دي.

په مارينسکي ماڼۍ کې له زیلنسکي سره د ملاقات پر وخت بايدن وينا هم وکړه.

بایدن په دې ترڅ کې له اوکراين سره د يو ميليارډ ډالرو اضافي مرسته هم اعلان کړه او په داسې حال کې چې دغه شخړه لا دوام لري، اوکراين ته یې د امريکا او د هغه د متحدينو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

اړونده موضوع:آيا د اوکراين مرمۍ مخ پر خلاصيدو دي؟

نوموړي وويل: »يو کال وروسته کيف ولاړ. اوکراين ولاړ دی. ديموکراسي پر خپل ځای ده.«

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د بايدن د سفر په اړه وويل: «ستاسو ليدنه د اوکراينيانو له پاره د ملاتړ يوه خورا مهمه نخښه ده.»

اړونده موضوع:ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

تمه ده چي بايدن به د اوکراین ګاوندي هيواد پولڼد ته هم سفر وکړي.

سپيني ماڼي ويلي دي چې د وسلو مرسته چي بايدن به يې د دغه سفر په ترڅ کي اعلان کړي د توپخاني مهمات د هوايي څار رادارونه او زغروال وسايل به پکښې شامل وي.

زموږ له آرشيف څخه: