1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديمنځنی ختیځ

برلین افریقا ته د پناغوښتني د پروسې پرانتقال غور کوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د مهاجرینو او پناه غوښتونکو دپاره د جرمني د حکومت خاص نماینده، یوآخیم شټمپ د جرمني د پناه غوښتني د سیاست د تجدید نظر اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4N6R0
Joachim Stamp
انځور: S. Matic/DW

د نوردراین ویستفالن ایالت د ادغام دغه پخواني وزیر او د اوسني ائیتلافي حکومت دغه غړي «فرانکفورتر الگماینه» المانۍ ورځپاڼي ته ویلي، چي غواړي افریقا ته د پناغوښتني د پروسې پرانتقال باندي غور وکړي. د دې مطابق به نو بیا په مدیترانه کي ژغورل سوي مهاجر د پناه غوښتني د دوسیو د څیړلو پخاطر شمالي افریقا ته لیږل کیږي. خو شټمپ منلې ده چي د دې کار د عملي کیدو پخاطر ډیري ډیپلوماسۍ ته ضرورت دی او هم دا چي هغه یوه اوږده پروسه ده: «موږ باید بلاقوه ملگري هیوادونه په دقیق ډول سره مشاهده کړو. دلته خبره پر ژر فیصلې او عجلې باندي نده، لکه څنگه چي د بریتانیا پخواني صدراعظم بوریس جانسن د رواندا سره کړې وه. د همدغه پرنسيپ پراساس مگر موږ غواړو، چي واقعأ پر دغي مسألې باندي غور وکړو».