1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجیم د بریتانیا څخه د غیر اروپايي ټولني اتباع نه پریږدي

۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه

د کرونا ویروس د نوي او خطرناکه شکل، ډېلټا د پراخیدو د مخنیوي پخاطر بلجیم د بریتانیا څخه د غیر اروپايي ټولني اتباعو ته د سفر او ورداخلیدواجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3vF6p
Bildergalerie über die Varianten des neuen Coronavirus
انځور: Christian Ohde/imago images

د بلجیم د صحت عامې د وزارت ویاند، یان ایکمنس پرون شنبه (د جون میاشتي ۱۹ مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چي دغه تدابیر د همدې جون میاشتي پر ۲۷ نافذیږي. بلجیم ته د سفر د ممنوعیت د  دغو تدابیرو سره مجموعأ ۲۷ هیوادونه مخامخ دي او بیله بریتانیا او ګرجستان ټوله د اروپا څخه دباندي هیوادونه دي.

د کرونا ویروس د نوي او خطرناکه شکل، ډېلټا په دلیل د جنوبي افریقا، هندوستان او برازیل دپاره دغه تدابیر وختي لا اعتبار لري او یوازي یې هغه کسان بلجیم ته د ورداخلیدو اجازه لري، چي  یا د اروپا د اتحادیې اتباع وي او یا په بلجیم کي اقامت ولري.   

د اروپايي ټولني اتباع هم، چي ددغو هیوادونو څخه بلجیم ته ورداخلیږي ، مخکي تردې ، چي ازادانه تګ او راتګ وکولای سي، مجبوره دي اول تر سخت قرانطین لاندي راسي او ټست وکړي. 

د غیر اروپايي ټولني هغو اتباعو ته بلجیم ته د سفر کولو د اجازې دغه مقررات اعتبار نلري، چي هغوی یا ډیپلوماټان او یا په ترانسپورتي بخش ، لکه هوايي شرکتونو کي کار کوي.

Symbolbild Corona Test
انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance

په بریتانیا کي د ډېلټا په نامه نوی شکل کرونا ویروس، کوم چي لمړی په هندوستان کي معلوم سو، ډیره شیوع پیدا کړې ده. په دغه شاهي هیواد کي هر ورځ په ډېلټا باندي ډیر نوي کسان اخته کیږي. ځکه نو صدراعظم، بوریس جانس په انګلستان کي د تیري دوشنبه دپاره په لمړي سر کي  د کرونا قیوداتو د محدودیتونو د له منځه وړلو پلان څلورو نورو اونیو ته وځنډاوه.

د صحي مقاماتو په حواله په بلجیم کي ۶،۱ فیصد د کرونا د نوي ډېلټا شکل پيښي ثبت سوي دي.

آ./م.ق.ن./ا.ا.