پيکنګ په ريګو کې پټ شوی
۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبهد پيکنګ ښار او د چين د شمال لويديځ نورې سيمې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۵ مه نيټه) په هغه ريګ کې پټې شوې چې تندو بادونو له ګوبي صحرا څخه له ځانه سره راوړی وو.
د پيکنګ په دواړو هوايي دګرونو کې کابو ۴۰۰ پروازونه وځنډل شول او د ښار له دنګو ودانيو د ګرد شپول تاو شوی وو. سهار موده پر سړکونو د موټرو حرکت هم د ليد د کمښت له کبله ډېر سست وو.
د چين د هوا پيژندنې ملي مرکز په انترنت پاڼه کې ويل شوي: «دا په تیرو لسو کلونو کې په چين کې د ريگو تر ټولو شديد توپان دی.» دا توپان د منګوليا له مرکزي سيمو څخه د کانګسو، شانځي او هبای ايالتونه ته چې د پیکنګ شا او خوا ته پراته دي، خپور شوی دی.
د چين د چاپیريال وزارت ويلي چې د ګرد او غبار دا وريځې به جنوب ته حرکت وکړي او تر چهار شنبې او پنجشنبې پورې به د پيکنګ ساحه پاکه شي.
په عين حال کې په پيکنګ کې د هوا د کيفيت شاخص د دوشنبې په ورځ ۵۰۰ ته چې روغتيا ته تر ټولو خطرناکه کچه ګڼل کیږي، رسيدلی دی. د پیکنګ په ځينو سيمو کې په هوا کې د معلقو ذراتو غلظت په يو مکعب متر ساحه کې ۸۰۰۰ مايکرو ګرام اندازه شوې دی.
د هوا د ښه کيفيت شاخص د صفر او ۵۰ ترمنځ دی چې د معلقو ذراتو شمير په يوه مکعب متر ساحه کې تر ۵۰ مايکرو ګرام ډېر بايد نه وي.
په پيکنګ کې په دې وروستيو اوونيو کې د هوا د ککړتيا کچه خپل اوج ته رسېدله چې ښار په دومداره توګه لوګيو پوښلی دی.
د چين په شمال کې د مارچ او اپريل مياشتو ترمنځ موده کې د ريګو توپانونه عام دي. په دې موده کې د پسرلي بادونه له نږدې پرتې ګوبي صحرا څخه ريګ له ځانه سره راوړي.
ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: