1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله ديش: په يوې کښتۍ کې اورلګيدنې په لسونو کسان وژلي

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

په بنګله ديش کې يوې مسافر وړونکې کښتۍ چې۵۰۰ کسان پکې سپاره ول، اور اخيستی دی. په پېښه کې تر ۷۲ ډېر کسان ټپیان شوي. په کښتيو کې تر حد زيات مسافر او د قوانينو نه مراعت له وجي په بنګله ديش کې دا ډول پېښې ډېر رامنځته کيږي.

https://p.dw.com/p/44njW
Bangladesch - ausgebrannte Fähre
انځور: AFP

په بنګله ديش کې چارواکو ويلي دي چې د اورلګيدنې په دې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او تر ۷۲ ډېر ټپيان دي.

د فرانسې خبري آژانس ويلي دي چې د ژغورنې عمليات روان دي او د اطفایې خدماتو او غوټه وهوونکو په اوبو کې لټون پېل کړی دی.

پېښه د جمعې په سهار په سوګاندها سيند کې جالوګاتي ښارګوتي ته څېرمه رامنځته شوې ده. دغه ښارګوټی له پلازمینې ډهاکه څخه د ۲۵۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. د چارواکو په وينا اور ښایي د کښتۍ د ماشين په خونه کې لګيدلی وي چې ډېر ژر د کښتۍ نورو برخو ته خپور شو. د اورلګيدنې علت تر اوسه نه دی معلوم.

دا ډول پېښې مخ پر ډیريدو دي

د چارواکو په حواله دې کښتۍ د ۳۱۰ کسانو ظرفيت درلود خو تر۵۰۰ ډېر پکې سپاره ول. زياتره مسافرو له اوره د ځان ژغورولو په موخه اوبو ته لوېدلي او په لامبو يې د سيند غاړې ته ځانونه رسولي دي.

د پوليسو مشر معين الاسلام وويل: «موږ په باريسال کې تر سلو ډېر کسان چې سوځيدلي ول، روغتونونو ته وليږدول.»

Bangladesch - ausgebrannt Fähre
اور د کښتۍ د ماشين په خونه لګيدلي وو او بيا وروسته خپور شوی ووانځور: picture alliance/AP

يوه سيمه ایز چارواکي وويل چې کښتۍ د سيند پر غاړه پراته يوه کلي کې لنګر اچولی وو او د اور خاموشه کولو یې کابو دوه ساعته وخت ونیو.

يوه ژغورل شوي کس د باريسال د پوهنتون په روغتون کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «کله چې اور خپور شو نو ډېر خلک د ځان ژغورنې له پاره په منډو شول. ډېرو خلکو و نه شوای کړای چې له خپلو کابينونو راووځي ځکه چې هغوی بيده ول. ډېرو سيند ته ځانونه واچول.«

کښتۍ په بنګله ديش کې د ترانسپورت يوه ستره وسیله ده چې له لارې یې خلک د هيواد په کابو ۱۳۰ دېرشو سيندونو کې سفرونه کوي. په دې وروستیو کې ورته حادثې ډېرې شوي دي چې علت یې په کښتيو له ظرفيت څخه د ډېرو کسانو سپريدل او ضعيف قوانين دي.

تېر کال ډهاکه ښار ته څېرمه يوه کښتۍ تر ټکر وروسته غرقه شوه چې لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول. په ۲۰۱۵م کې ۷۸ کسان هغه وخت ووژل شول چې يوه له حده ډکه کښتۍ له يوې بار وړونکې بيړۍ سره وجنګيده.

ب. ص/ ن.ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: