1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني؛ پر کم سنو کسانو د موټر چلولو بندیز ولگېد

۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبه

په غزني ولایت کې له دې وروسته تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان د ترافیکي قوانینو له مخې موټر نه شي چلولی. د غزني ولايت د ترافيکو مديريت ویلي چې د سرغړونې په صورت کې به موټرې ضبطيږي او په ضمانت سره به بيرته سپارل کيږي.

https://p.dw.com/p/3oUDe
Afghanistan Ghazni
انځور: Mohammad Miwais Aslami/DW

د غزني ولایت د ترافيکي مديريت له خوا ويل شوي چې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسان د موټر چلولو حق نه لري او که چیرې کم سنه کسان د موټر چلولو پر وخت د ترافیکو له خوا وپېژندل شي نو دوی به متوقف شي او موټرونه به یې تر هغه پورې ضبط شي ترڅو چې یې د کورنۍ مشران په دغه مدیریت کې تضمین وکړي چې په راتلونکو کې به پر ماشومانو د موټرچلولو بندیز ولګوي.

د غزني ولایت د ترافیکو مدیر حکمت مسعود له دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې دوی د غزني ولایت په خلکو غږ کوي چې له ۱۸کلونو څخه کم عمره ماشومان موټر چلولو ته پرې نږدي. نوموړي زياته کړه: «په غزني ولایت کې موږ په خپلو خبرپاڼو کې هم له خلکو سره دغه موضوع شریکه کړې چې هغه تر اتلسې کلنې کم عمر لرونکي نه شي کولی په ښار او واټونو کې موټر وچلوي ځکه د حادثو لامل کېدای شي.»

حکمت مسعود په خپلو خبرو کې زیاتوي چې په غزني ولایت کې یې زيات شمیر کم عمره ماشومان د موټر چلولو په حالت کې نیولي او له کورنيو څخه یې په ليکل شوي بڼه د ضمانت تر اخیستل کيدو وروسته چې هغوی له په راتلونکي کې ماشومان له موټر چلولو منع کوي، دغه کم سنه ځوانان بیرته خوشې کړي دي.

د غزني د اوسيدونکو غبرگون

د غزني ولایت اوسيدونکي د ترافیکو له دغې پرېکړې هرکلی کوي او د ماشومانو موټر چلول په ښار او یا واټونو کې یو لوی ګواښ بولي.

فرید د غزني ولايت دی په دې اړه وایي چې د ترافیکو پر قوانینو سر خلاصول ساده کار نه دی او که ماشومان يا کم سنه کسان موټر وچلوي نو د دې ترڅنګ چې دوی به خپل ژوند ته ګواښونه پیښ کړي نور موټر چلوونکي او سپاره به هم له خطرونو سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه: «د موټر چلولو د سند د اخيستو پر وخت هر کس دری څلور ځله ناکام پاته کیږي ځکه دا اسانه کار نه دی خو که هغه کسان چې هیڅ د ترافیکو په قوانینو یې سره نه خلاصیږي، دغه کار وکړي نو ډیر خطرونه ورته پیښيدلی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کالونو کې په غزني ولایت کې د ماشومانو يا هغو کسانو چې قانوني سن ته نه وي رسيدلي، موټر چلول یو عادي کار بلل کېده.

محمد کریم چې خپله هم په ترافیکي کورسونه کې د موټر چلونې جواز د ترلاسه کولو له پاره زده کړي کوي، وایي:

«ما مخکې له دې چې دغه کورسونه تعقیب کړم ډیر ټرافیکي قوانین ترپښو کول ځکه نه پوهېدم او هر وارې به نورو موټرچلوونکو ماته بدرد ویل خو زه نه پوهېدم چې زما تیروتنه څه ده. نو دغه ماشومان هم په هیڅ نه پوهیږي او وارخطا کیږي هم.»

تر اوسه په غزني ولایت کې نږدې ۵۰ تنه تر ۱۸ کالونو کم عمره کسان د موټرچلولو په وخت نیول شوي او موټرونه یې ترافیکي مدیریت له خوا د دوو او یا دریو ورځو لپاره متوقف شوي خو د کورنۍ له خوا تر ژمنې وروسته بیرته ازاد شوي دي.

محمد ميرويس اسلمي/ غزني

زموږ له آرشیف څخه: