1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

»بلوڅ ياغيانو په ايران کې ۱۱ تنه پوليس وژلي«

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

بلوڅ وسله والو د ايران په سويل لويديځ کې د پوليسو پر يوې حوزې يرغل کړی او ۱۱ تنه امنيتي ځواکونه يې وژلي دي. دغه خبره د ايران دولتي تلويزيون کړې ده.

https://p.dw.com/p/4aB8k
ايراني پوليس
ايراني پوليسانځور: Abedin Taherkenareh/EPA/dpa/picture alliance

د ايران د دولتي تلويزيون په حواله د جيش العدل په نوم د جهادي ډلې جنګيالي خپله هم په دغه بريد کې وژل شوي دي. بريد د سيستان بلوچستان په نوم د سرحدي ولايت په راسک ښار کې رامنځ ته شوی دی.

دغه ولايت له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري چې ډېری اوسېدونکي يې د نورو ډېری ايرانيانو خلاف چې شيعه ګان دي، سني مذهبه دي.ایران له هوا څخه هوا ته د توغندیو ډرون مخ کتنه وکړه

په دغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او سني وسله والو او همداراز د مخدره توکو د قاچاقچيانو ترمنځ په وار وار نښتې کيږي.د آلمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر څه خبرې وکړې؟

د جيش العدل په نوم وسله واله ډله وايي چې د بلوڅانو له پاره د زياتو حقونو او د ژوند د ښو شرايطو له پاره مبارزه کوي. دغې ډلې په تېرو څو کلونو کې هم پر ايراني امنيتي ځواکونو د بېلابېلو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

ايراند مطبوعاتو آزادي