1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فعالان: په بلوچستان کې په لسګونو تنه لادرکه شوي دي

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

د پاکستان په نا آرامه ایالت بلوچستان کې فعالانو ویلي دي چې په تیرو څو اونیو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه لادرکه شوي دي. دوی پاکستاني پوځ په سړي تښتونې، شکنجې او د بلوچانو پر وژنې تورنوي.

https://p.dw.com/p/47Hdi
Pakistan Islamabad | Hungerstreik-Camp | Protest gegen Verschwindenlassen
انځور: Urooj Jafri

له «بلوچ لادرکه شووغږ» سازمان څخه باهوت بلوچ د جمعې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ نیټه) وویل چې دا ډول پيښې تر ټولو دمخه په کیچ، پنچګور او نوشکي سیمو کې رامنځته شوي دي.

په دغه سیمه کې بلوچ بیلتون غوښتونکي د بلوچستان ایالت د خپلواکۍ له پاره مبارزه کوي. دوی په دې وروستیو کې پر څو پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي او په ساعتونو ساعتونو د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیدلي دي. په دغو نښتو کې د پاکستاني چاروکو په خبره لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.

اغلې بلوچ زیاته کړه چې داسې تورونه موجود دي چې لادرکه شوي کسان پاکستاني پوځیانو د غچ اخیستنې په موخه تښتولي دي. د لادرکه شوو د کورنۍ غړي او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان پر استخباراتي سازمان (آی اس آی) تور لګوي چې په پرلپسې ډول په بلوچستان ایالت کې بې وسلې فعلان تښتوي، شکنجه کوي او یا یې وژني. پاکستاني پوځ بیا ټول دغه تورونه ردوي.

د «پاکستان د بشري حقونو کمیسیون» خپلواک سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی په بلوچستان کې د خلکو د لادرکه کیدو څپې له امله انديښمن دي. دغه سازمان د پاکستان له ادارو غواړي چې د دوی پر ضد دې اقدام وکړي.

بلوچستان له افغانستان او ایران سره په پوله پروت دی چې د یوې ډیرې شخړیزې سیمې په توګه شهرت لري. په دغه سیمه کې اسلامپاله طالبان فعاله دي. دغه سني افراطیان په پرله پسې ډول پر شعیه ګانو او په دغه سیمه کې د چین پر زیربنایي پروژو بریدونه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح