1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

بیربوک سعودي عربستان ته د وسلو د لیږلو دفاع وکړه

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د آلمان خارجه وزیري، انا لینا بیربوک د زرغون ګوند د کنګرې پرمهال سعودي عربستان ته د جرمني د حکومت د نظامي تجهیزاتو د لیږلو له تصمیم څخه دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/4IFmz
Deutschland | Rüstungsexport nach Ägypten
انځور: Jens Koehler/dpa/picture alliance

خارجه وزيري او د زرغون گوند شريکي رئيسي، بيربوک پرون شنبه ( د اکتوبر میاشتي ۱۵ مه) په بون ښار کي د خپل گوند کنگرې ته وينا وکړه. هغې وویل:«موږ سعودي عربستان ته مستقیمأ وسلې او نور نظامي تجهیزات نه لیږو، چیري چي د بشر حقوق تر پښو لاندي کیږي». ځکه نو هغې او د زرغون حزب څخه د اقتصاد وزیر، روبرت هابیک دپاره یې د دغه ډول یوه تصمیم نیول سخت کار ؤ.
 

بیربوک ټینګار وکړ، چي »دلته خبره د اروپا د اتحادیې د یوې ګډي پروژې پر پخواني قرارداد باندي وه«. هغې وويل چي دا پخپله هم د دغه ډول اروپايي ګډو پروژو طرفداره ده.
 

د يادي آلمانۍ سياستوالي په وينا » دغه معامله ډیره ضروري ده، ځکه موږ تر دغي ۱۰۰ ملیارډي یورو معاملې اضافه هم د الماني پوځ دپاره نورو پيسو ته ضرورت لرو.» خو په خبره یې دا هم نه غواړي، چي اجتماعي دولت دي د دفاعي مسایلو معامله او قرباني وګرزي.
 

اړونده موضوع:ترکیې او سعودي ته د آلمان د وسلو په صادراتو کې ډیروالی راغلی

بیربوک په عین حال کي په اینده کي د یوه دفاعي محدود سیاست وعده ورکړه. هغې د نظامي تجهیزاتو د صادراتو د کنټرول د پلان سوي قانون اعلان وکړ، د کوم پراساس چي به په محدوده اندازه سره وسلې صادریږي.

بیربوک په عین حال کي د دې په مقابل کي هم اعتراض وکړ، چي پر اوکراین باندي د روسیې د تهاجمي جنګ څخه د دې پخاطر سؤ استفاده کیږي، چي په جامعه کي بیره خپره او سره تجزیه سي، د کوم په نتیجه کي به چي مهاجرین تر ټولو ډیر ورڅخه وکړیږي.

آ./م.ق.ن./ا.ا.