1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش: په لومړنیو ښوونځو کې پر پوړني بندیز لغوه شو

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

د اتریش د اساسي قانون محکمې په لومړنیو ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو پر پوړني لګول شوی بندیز غیر قانوني بللی او هغه یې لغوه کړی دی. دا قانون تیر کال تصویب شوی وو.

https://p.dw.com/p/3mgvS
Symbolbild Grundschülerin mit Kopftuch
انځور: Imago/photothek/L. Johannsen

له وینا څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله د اتریش د اساسي قانون محکمې د جمعې په ورځ په خپله یوه پریکړه کې ویلي دي چې دا قانون د مساواتو او برابرۍ د اصولو خلاف او له همدې امله له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

دا قانون په ۲۰۱۹م کال کې د اتریش په پارلمان کې د ښي اړخو محافظه پاله استازو په وړاندیز په دې دلیل د رای په اکثریت سره تصویب شوی وو چې هدف یي له جبر څخه د مسلمانو کورنیو د کوچنیو ماشومانو بچول دي.

په هغه وخت کې په ویانا کې د دغه هیواد پارلمان د قانون جوړونې پر مهال دا هم ویلي ول چې په لومړنیو (ابتدایه) ښوونځیو کې په ماشومانو پوړنی پر سرول، نه یوزاې له دوی سره د جنسیتي نابرابرۍ پر اساس د جابرانه چلند ښکارېندویي کوي، بلکې له دې سره به کم عمره مسلمانې نجونې له دې څخه هم وژغورل شي «چې اسلامي نظریاتو ته سیاسي رنګ ورکړي.»

د دې قانون نافذول «تبعیضي» وو

د دې قانون پر خلاف په اتریش کې د دوو مسلمانانو نجونو او د هغو د مور او پلار له خوا دعوی شوې وه چې دا قانون یوازې د هغو مسلمانو نجونو له پاره جوړ شوی چې خپل بشپړ سر پټوي.

د دوی په خبره دا په داسې حال کې چې د دې قانون اطلاق د یهوديانو او سک کورنیو پر ماشومانو نه کیده، کوم چې له خپلې خولۍ یا پگړۍ سره خپل سرونه په جزوي ډول پټوي.

Islamkunde-Unterricht an deutscher Schule
انځور: picture-alliance/dpa/F.Heyder

د اتریش د اساسي قانون محکمې مشر قاضي کرستوف ګرابن وارتر، په دې اړه ویلي دي: «دا قانون ځکه له اساسي قانون سره په ټکر کې دی چې دا د تبعیضي چلندونو، مذهبي آزادۍ او د بیان آزادۍ پورې د اړوندو اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.»

«تعلیم ته د ماشومانو لاس رسی له خطر سره مخامخ دی»

د محکمې مشر ویلي دي: «دا خطر هم پر خپل ځای پاته دی چې د دې قانون له کبله زده کړې ته د مسلمانو ماشومانو لاس رسی ستونزمن شي او په ټولنیز ډول له مرکزي ادارې سره د دوی د ارتباط قطعه کیدو خطر موجود دی.»

کرستوف ګرابن وارټر، د محکمې د پریکړې د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د سرپټول یا د پوړني پر سرول یوازې په مذهبي بنسټ ترسره کیدونکی عمل نه دی، بلکې دا کلتوري او عنعنوي دلایل هم لري.» له همدې امله محکمې دا پریکړه لغوه کړه.

په اتریش کې د مسلمانانو د مختلفو مذهبي ډلو اتحاد(IGGOe)  هم د محکمې د دې پریکړې هرکلی کړی دی. دغې اتحادیی ویلي دي چې دا پریکړه «پر سم لور یو مهم ګام دی، چې د مذهبي آزادۍ او د قانون حاکمیت لا زیات مستحکم کوي.»

دویچه ویله: ش. ن/ ن.ز

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: