1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نېول کېدو پخلی وکړ

۱۴۰۲ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې یوه وګړي یې په مۍ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی او هلته نېول شوی دی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4SWbU
افغان طالبان
افغان طالبانانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د اتریش بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې منلې ده چې یو وګړی یې په مۍ میاشت کې افغانستان ته تللی ؤ او په هغه هېواد کې نېول شوی دی. دغه وزارت ټینګار کړی چې له تېرې څه مودې یې خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی و.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د خوندېتوب په موخه د دغه کس نوم او په اړه یې له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې د دې قضیې له خبریدو سره سم د «یوې حل لارې په لټه کې دي» او د نېول شوي کس له کورنۍ سره په منظم ډول اړیکي لري.

د «سټنډرډ» په نوم یوې اتریشي ورځپاڼې چې په لومړي ځل یې په دې اړه رپوټ ورکړی، ویلي دي چې دغه کس ښی اړخی څو اتیا کلن بنسټپال دی چې د ښي اړخي ناسیونال دیموکراتیک بنسټپال ګوند یو له دوو بنسټګرانو څخه دی. د دغه ګوند پر فعالیت په ۱۹۸۸م کال کې بندیز لګېدلی.

دې ورځپانې ویلي دي چې دغه سړی څو اونۍ وړاندې د ښي اړخو په یوه مجله کې «طالبانو سره رخصتی» تر سرلیک لاندې د یوې مقالې تر خپرېدو لږ وروسته نېول شوی دی. ورځپاڼه زیاتوي چې دغه کس په مقاله کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند مثبت ارزولی.

اړوند مطالب:د آلمان د اردو افغان آلماني کارکونکی ایران ته د جاسوسي په شک نیول شوی

سټنډرډ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې یاد کس د جاسوسی په تور نېول شوی او د اتریش نویو نازیانو د ټیلګرام په کانال کې دغه موضوع په ډاګه کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د دې ورځپانې د رپوټ له مخې، نېول شوی کس یواځې د هربرت اف په نوم پيژندل شوی دی، له خطر ډکو سیمو ته یې د سفر لېوالتیا درلوده او په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې هم افغانستان ته سفر کړی و. هغه دغه راز، څو کاله وړاندې «اسلامي دولت» نومې ډلې پرضد جنګېدونکو کردي جنګیالیو سره د سوریې په شمال کې کتلي ول.