1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش په عمومي ډول د کرونا اجباري واکسین وځنډاوه

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

په اتریش کي د اوس له پاره په عمومي ډول د واکسین لګولو مکلفیت له منځه ولاړ. د اساسي قانون وزیري کارولینا ایډستاډلر وویل چي دغه واکسین د اومیکرون له ډول سره متناسب نه دی.

https://p.dw.com/p/48Gk5
Österreich - Impfbus
انځور: Herbert Neubauer/APA/picture alliance

لکه څنګه چي د اتریش د اساسي قانون وزیري کارولینا ایډستاډلر خبر ورکړی، په ویانا کي حکومت د واکسین د مکلفیت د له منځه وړلو په اړه دغه پریکړه، د کارپوهانو د یوه کمېسیون د لارښووني پراساس کړې ده.

د کرونا په اومیکرون ډول د اخته کیدو په صورت کي ډېر وخت دغه ناروغي په آسانۍ سره تیریږي. د دغه هیواد د روغتیا وزیر یوهانس راوخ وویل چي په راتلونکو دریو میاشتو کي به په دې اړه له سره تصمیم ونیول سي.

اتریش د اروپايي ټولني د لومړني هیواد په توګه د فبرورۍ پر۶مه نېټه په عمومي ډول د کرونا د واکسین د لګولو مکلفیت رامنځته کړ. دغه ډول قانون له ۱۸ څخه پورته ټولو کسانو له پاره مدار اعتبار وو. خو د هغه د کنترول او د نه لګولو په صورت کي د نغدي جریمې ورکول د مارچ مياشتي له نیمايي څخه پیل کیدل.

د مارچ مياشتي له ۱۵مي څخه ټول هغه کسان چي د واکسین له لګولو څخه یې سرغړونه کوله، تر ۳۶۰۰ یورو پوري د نغدي جریمې په ورکولو مکلف کیدل. خو اوس دغه ډول جریمه له منځه ولاړه.

اتریش په اروپايي ټولنه کي تل یو ګام مخکی وو. په نورو هیوادونو کي یوازي د عمر ځانګړي مقررات موجود ول. په اتریش کي شاوخوا ۷۰ سلنه کسانو د کرونا واکسین لکولی دی.

د کرونا محدودیتونه په پراخه کچه لیري سول

په اتریش کي په کرونا باندي د اخته کیدو د پیښو پر زیاتیدو سربیره، دغه هیواد په پراخه کچه محدودیتونه له منځه یووړل. له تیري شنبې ورځي راهیسي خلک کولای سي یو وار بیا د نورو تر څنګ، پرته له واکسین او یا هم تست څخه هوټلونو، کوچنیو رستورانونو او کافي خانو ته ولاړ سي.

همدارنګه د شپې ګرځبندیز هم له منځه ولاړ. په لویو محفلونو او پروګرامونو کي د ګډون کوونکو د شمیر په هکله حد نه ټاکل کیږي. د نورو تر څنګ یوازي په روغتونونو، عامه ترانسپورت او د مهمو حیاتي مغازو د مراجعینو په ساحه کي د FFP2 د ماسک اغوستل جبري دي.

په ویانا کي حکومت د محدودیتونو د لیري کولو مقررات په داسي حال کي رامنځته کړل چي د هیواد په ټولو ایالتونو کي د کرونا د پیښو جدول سور ښکاري. دا په دې معنی چي د نوموړي ویروس د پراخیدو او د روغیتايي سیستم تر فشار لاندي کیدو خطرلا پر خپل ځای پاته دی.

GP/NZ/DW.Online