1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

سميت: په افغانستان کې د خپلو کړنو له کبله بخښنه نه غواړم

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د استراليا يو پخواني عسکر چې د دغه هېواد د يوې مدني محکمې د موندنو پر اساس د څلورو افغانانو په وژنه کې لاس لري، د محکمې دا پريکړه ناسمه بولي او ويلي دي چې په افغانستان کې به د خپلو کړنو له کبله بخښنه ونه غواړي.

https://p.dw.com/p/4SbBC
پخوانی استرليايي عسکر بېن رابرتز سميت
پخوانی استرليايي عسکر بېن رابرتز سميتانځور: Sam Mooy/Getty Images

پخوانی استراليايي عسکر بېن رابرتز سميت، چې د ويکتوريا کراس او نورو نظامي وياړونو ګټونکی دی، د مدنې محکمې تر پريکړې وروسته په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي دي چې په افغانستان کې پر خپلو اقداماتو وياړي.

نوموړي له ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۱۲م کال پورې په شپږ ماموريتونو کې د ځانګړو هوايي خدماتو په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

اړونده موضوع: د افغانانو د وژلو په تور شکمن آسترالیايي عسکر د افترا په قضیه کي ناکام سو

د جون پر لومړۍ نېټه د استراليا د فدرالي محکمې يوه قاضي د رابرتز سميت، هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګني دريو رسنيو ده ته سپکاوی کړی دی. دې ورځپاڼو سمیت له قوانينو څخه په سرغړونه او د ملکي افغانانو په وژنه تورن کړی وو. قاضي په خپله پريکړه کړې ويلي دي چې دې ورځپاڼو په خپلو رپوټونو کې حقيت ثابت کړی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

رابرتز سميت د چهار شنبې په ورځ د پرت په هوايي ډګر کې د «ناين انترتينمنت» تلویزيوني شبکې ته وويل: «زه دې پريکړې ولړزولم، دا وحشتناکه او ناسمه ده.»

نوموړي زياته کړې: «ما هیڅ داسې ناسم کار نه دی کړی چې له کبله یې بخښه وغواړم.»

اړونده موضوع: د یوه افغان په وژنه تورن آسترالیايي سرتیری په ضمانت آزاد شو

رابرتز سميت د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په افغانستان کې پر خپلو کړنو وياړي، وويل: «البته چې وياړم پرې.»

د سپکاوي په قضيه کې د مدني محکمې پريکړه د جزايي محکمې په پرتله کم جديت لري. ۴۴ کلن رابرتز سمیت چې عکس یې د استراليا د جګړې د يادون په ځای کې نصب دی، تر اوسه په هیڅ جرم نه دی تورن شوی او د نوموړي په اړه د مدني محکمې دا پريکړه د رسنيو په اړه د هغه د شکايت په هکله وه. 

په دې ترتيب د محکمې دا پريکړه د وکیلانو، رسنيو او دفاعي صنعت له خوا د عامه ګټو، ژورناليزم او په بهر کې داستراليا د پوځ د چلن په اړه د شفافيت له پاره د بريا په توګه وستايل شوه.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د پریکړې د اعلانولو پر وخت رابرتز سميت په محکمه کې حاضر نه وو. دا پريکړه د ۱۱۰ ورځو تر استماع وروسته چې کابو يو کال یې دوام ورکړ، اعلان شوه.

رابرتز سميت په هوايي دګر کې د مرکې په ترڅ کې وويل: «زه دا پريکړه ګورم او ارزوم يې چې آيا په اړه یې د بيا غور کولو غوښتنې ته اړتيا شته او که نه.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)