1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آستراليايي عسکرو ۳۹ افغانان وژلي دي»

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

يو تحقيقاتي رپوټ په افغانستان کي د آستراليايي عسکرو د ماموريت پرمهال د هغوی سختي سرغړوني برملا کړي دي. آستراليا په افغانستان کي ۲۶زره عسکر لرله.

https://p.dw.com/p/3lXWD
Australische Einheiten in Afghanistan
انځور: Corporal Chris Moore/dpa/picture alliance

د آستراليا د دفاعي ځواکونو مشر انگوس کمپل په افغانستان کي د دغه هيواد د ځواکونو د ماموريت پر مهال د خپلو سرتيرو د چلند په اړه راپور کي ويلي دي چي د يوې ځانګړي قطعې سرتيرو ۳۹ بنديان او يا هم ملکي کسان په «ناحقه» په افغانستان کي وژلي دي. په دې ډول د يوه جنګي کلتور شرمناک بيلانس رسوا سو. د دغي پلټني نتايج د نظامي رفتار او مسلکي ارزښتونو څخه سخته سرغړونه ښيي.

کمپل په کنبيرا کي وويل: «د آستراليا د امنيتي ځواکونو په استازيتوب زه له افغان اولس څخه د هر غلط عمل پخاطر د زړه له کومي بخښنه غواړم.» نوموړي د جنګي جنايت له امله د تورنو سرتيرو د جزايي تعقيب غوښتنه وکړه.

څلور کلنه پلټنه

ددغه رپوټ په خاطر د آستراليا د پوځ عمومي مفتش څلور کاله د هغو ناحقه قتلونو او جنگي جنايتونو په هکله اسناد راټول کړي چي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ م کلونو ترمنځ پيښي سوي دي.

په دې پلټنه کي تر۴۰۰ زياتو شاهدانو دلايل اوريدل سوي او لږ تر لږه ۵۵ پيښي تر پلټنو لاندي نيولي سوي.

جنرال انگوس کمپل د پلټني نتايج وړاندي کړل
جنرال انگوس کمپل د پلټني نتايج وړاندي کړلانځور: Mick Tsikas/AAP Image/REUTERS

په افغانستان کي د ۲۶ زره آستراليايي سرتيرو ماموريت

په ۲۰۰۱م کال کي د سپتمبر تر يوولسمي پيښي وروسته، آستراليا څه د پاسه ۲۶ زره سرتيري افغانستان ته واستول تر څو د امريکايي ځواکونو تر څنګ د افراطي ډلو لکه طالبانو او القاعده پرضد وجنګيږي.

دغه هيواد په ۲۰۱۳م کال کي خپل سرتيري وايستل. له هغه وخت راهيسي د آستراليا پر ځانگړو ځواکونو د سختو تورونو لګول مخ پر زياتيدو دي.

يوه اوونۍ مخکي د آستراليا صدراعظم سکات موريسون يو ځانګړي څارنوال وګوماره، تر څو د نظامي پرسونل کسان تر قانوني تعقيب لاندي راولي.

تر دې مخکي منتقدينو پر حکومت تور لګاوه چي په افغانستان کي د آستراليايي سرتيرو د جنايتونو په هکله رپوټونو باندي سترګي پټوي. په دې اړه هم آوازې خپرې سوي چي څرنګه يو شپږ کلن افغان د يوه کور د تلاشۍ پر وخت وژل سوی دی.

ځيني وخت حتي پوليسو د NBC  تلويزيون له خبريالانو څخه هم پلټني کولې، چي په ۲۰۱۷م کال کي يې د اول وار له پاره د جنګي جنايتونو په هکله رپوټ ورکړی وو.

(rtr, ap, dpa, afp) گ.پ/ن.ز